• د افغانستان او پاکستان د پوله ایزو ځواکونو د جګړې علت

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان او پاکستان پوله ایز ځواکونه بیګا یو ځل بیا د طورخم په سیمه کښې سره ښکېل شول.

د افغانستان د پوله ایزو ځواکونو قوماندان محمد ایوب حسېن خېل په دې اړه وائی، دغه نښته بېګا نهۀ بجې هغه وخت رامنځته شوه چې پاکستانی ځواکونو له افغان حکومت سره بې له څه غږملتیا غوښتل د تورخم په دروازه کښې یو لړ تاسیسات جوړ کړی چې افغان ځواکونه د دې کار خنډ شول. خو پاکستانی ځواکونه چې له مخکې نه جنګ ته تیار وو افغانی ځواکونه په سپکو او درنو وسلو سره هدف وګرځول چې افغان ځواکونو هم ورته غاښ ماتوونکے ځواب ورکړ. حسېن خېل زیاته کړه چې پاکستانی ځواکونو د زیرو پوائنټ په پوله ایزو سیمو کښې خپلې ټولې پوستې له سپکو او درنو وسلو یعنې توپونو او ټېنکونو سره سنبالې کړې وې او غوښتل یې چې په زور سره تاسیسات جوړ کړی. د هغۀ د وېنا له مخې په دغه نښته کښې چې تر څو ساعتو روانه و ه یو افغان عسکر ووژل شو او پینځۀ نور ژوبل شول.

د افغانستان له ختیځه د رارسېدلو رپوټونو له مخې په تورخم سیمه کښې اوس هم حالات سخت دی. د دواړو خواو ځواکونه وسلو په لاس تیار ناست دی. دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پاکستان په پوله ایزو ځواکونو باندې د افغان ځواکونو لخوا د ډزو په غندلو سره وویل چې د دا ډول حملې د دواړو هېوادونو له تعلقاتو سره مرسته نه کوی. هغۀ امید څرګند کړ چې افغان حکومت به په دې لړ کښې تحقیقات وکړی او همدارنګ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم په دې اړه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په پولو کښې له ویزې او مدرکه بغېر د تګ راتګ اجازه نه شی ورکولې. هغۀ همدارنګ زیاته کړه چې پاکستانی ځواکونو د افغانستان د فوځی ځواکونو حملې ته مناسب ځواب ورکړے دے.

باید وویل شی چې تقریباً یوه میاشت مخکې د تورخم په زیرو پوائنټ سیمه کښې د پاکستانی ځواکونو لخوا د تاسیساتو د جوړولو په دلیل د دواړو خواو ترمېنځ لفظی جګړه شوې وه او د پاکستان لخوا د څو ورځو لپاره د تورخم دروازه تړلې شوې وه. هغه وخت په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د پاکستان د فوځ له قوماندان جنرل راحیل شریف سره کتنه وکړه او د افغان چارواکو د وېنا له مخې په نتیجه کښې یوه موافقه رامنځته شوه چې د پاکستان فوځ به په زېرو پوائنټ کښې تاسیسات نه جوړوی او تاو تریخوالے غلے شو.

زمونږ رېډیو په دې باره کښې د ټیلفون له لارې په پېښور کښې د نیوز ورځپاڼې د سر دبیر رحیم ا... یوسفزی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، له یوې مودې راهسې په تورخم کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ تاوتر

یخوالے موجود دے. پاکستانی ځواکونو مخکې هم غوښتل چې خپلې خاورې ته د ترهه ګرو له راتګ څخه د مخنیوی او کنټرولولو لپاره په پوله کښې ازغن تار وغوړوی چې افغان حکومت په دې کار معترض ؤ او افغان ځواکونه د پاکستانی ځواکونو لخوا د تاسیساتو د جوړولو خنډ شوی وو چې پاکستان تر څلورو ورځو پورې له افغانستان سره خپله پوله تړلې وه چې په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفیر عمر زاخېلوال او د پاکستان د فوځ د قوماندان جنرل راحیل شریف د کتنې په نتیجه کښې په دې شرط سره مشکل هوار شو چې افغانستان به د پاکستانی ځواکونو لخوا په خپله خاوره کښې د تاسیساتو په جوړولو اعتراض نه کوی او اوس چې پاکستانی ځواکونو یو ځل بیا د تاسیساتو جوړول شروع کړل نو افغان ځواکونو پرې حمله وکړه او په نتیجه کښې یې یو پاکستانی عسکر ژوبل شوے دے او ویل کیږی چې حالات اوس هم سخت دی. خو د افغانستان د علومو د اکېډېمۍ د معارفو د څانګې مشر حبیب ا... رفیع په دې اړه زمونږ رېډیو ته وویل چې پاکستان تل په مختلفو بهانو سره کوشش کوی چې د ډیورېنډ کرښې په نزدیو کښې په زېرو پوائنټ سیمو کښې یو لړ تاسیسات جوړ کړی چې ډیورېنډ کرښه یو ډول په رسمیت وپېژندلې شی او رسمی پوله وګڼلې شی.

حبیبت ا... رفیع همدارنګ زیاته کړه چې په دې وخت کښې چې پاکستان په پوله کښې خپل دا ډول تیری ګر تحرکات زیات کړی دی مقصد یې دا دے چې هند ته د افغانستان د نزدې کېدو په وجه دغه هېواد تردباو لاندې راولی. د هغۀ په قول دوو مهمو پېښو یعنې یو د افغانستان په هرات کښې د هند لخوا د سلما بند پرانېسته او بل د ایران ،افغانستان او هند ترمېنخ د چابهار اقتصادی معاهدې لاسلیکېدو پاکستان سخت په قهر کړے دے. رفیع څرګنده کړه چې پاکستان، افغانستان د خپل نفوذ سیمه بولی او په هیڅ شکل راضی نه دے چې هند په افغانستان کښې فعالیت او حتی اقتصادی فعالیت ولری نو ځکه اوس کوشش کوی چې په هر شکل وی په افغانستان کښې د هند د نفوذ مخه ونیسی او هغه اقتصادی پروژې چې هند پکې شریک وی ناکامې کړی.

-------------

Jun 13, 2016 13:09 Asia/Kabul
کمنټونه