زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ دافغانستان په هرات کې دایران دکونسلګرۍ په یوې وروستۍ اعلامیې کې د دغه ښان جعلی خبرونو خپرول،دایران او افغانستان د دوو ګاونډیو او وروڼو هیوادونو اړیکو ته دتاوان درسولو او دعمومی افکارو د دوکه کولو لپاره یوه دسیسه وبللې او په هرات کې ئې د ترور په تورونو د درو ایرانیو ښآریزو دنیولو په باب دپولیسو دیوه ځای چارواکی ادعا چورلټه رد کړې ده .

په دغې اعلامیې  کې راغلی دی ،  چې  دخبر ترمخابیره کیدا پورې   د د غو کسانو هویّت  نه دی اعلان شوی  او دکونسلګرۍ مسئولانو د هویّت دثتبیتولو په خاطر ،  له دغو کسانو سره دلیدو غوښتنه کړې ده . 

 دهرات  ولایت ځای سرچینو  پرون  ویلی وو چې  درې ایرانی ښآریز  دکسانو دترور په تور   په هرات ښار کې نیول شوی دی .

  دافغانستان دهرات  دپولیسو دقوماندې دترهه ګرضد  برخې مدیر  فضل الرحمن خادم  پرون  په هرات کې په خبری کنفرانس کې ویلی وو چې   نیول شویو کسانو ځانونه    افغانان معرفی کړی دی .

 

Jan 11, 2017 20:48 Asia/Kabul
کمنټونه