• دخدای په کورکې دهرات دمظلوم خلکووینو بهول غیراسلامی او غیرانسانی اقدام دی

دایران دخارجه وزارت ویندوی وویل دافغانستان دمظلوم ملت له څو لسیزو راهسې له کړاؤنو او دردونو وروسته اوس وخت رارسیدلی څو دسیمې هیوادونه او نړیوال اورګانونه او ادارې دافغانسان دمظلوم او مقاومت ملت او حکومت ترڅنګ، داوسنیوتاؤتریخجنو حالاتو د دختمولو لپاره خپل کلک هوډ نندارې ته وړاندې کړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران د  خارجه وزارت ویندوی  بهرام قاسمی  بیګا په یولړ څرګندونو کې  دافغانستان  په هرات ښار کې د پر یوه جومات  د تکفیری ترهه ګرو  حمله   اودسلګونو لمونځ ګوزارو په وینو کې لیت پیت کول  په کلکه وغندل  او دافغانستان  له ملت ،حکومت  او دقربانیانو له کورنیو سره ئې خواخوږی وښودله .

 هغه ټینګار کړی ،  دافغانستان دمظلوم  ملت  له څو لسیزو راهسې له کړاؤنو او دردونو وروسته   اوس وخت رارسیدلی څو دسیمې هیوادونه او  نړیوال اورګانونه او ادارې دافغانسان دمظلوم او مقاومت  ملت او حکومت ترڅنګ، داوسنیوتاؤتریخجنو حالاتو د دختمولو لپاره  خپل کلک هوډ نندارې ته وړاندې کړی .  هغه دغه راز روښانه کړې ، دایران ملت اوحکومت به  د تاؤتریخوالی اوشخړو  دختمولو لپاره   دتل په څیر  دخپلو افغان وروڼو اوخویئندو  تر څنګ  ولاړ وی .

 دافغانستان په هرات کې پرون ناوخته  په جوادیه  جومات  کې  په زوروې چاودنې کې  چې ویل کیږی ځان مرګی برید ؤ او پړه ئې هم  داعش تکفیری ډلې په غاړه اخستې ده ، د یوشمیر ښځو او ماشومانو پشمول    کابو څلویښت کسان شهیدان او  څه دپاسه اویا نور تپیان شوی دی چې ممکنه ده د شهیدانو شمیر نور هم  زیات شی .

 داپه داسې حال کې ډی چې  د هرات ښار په زرګونو خلکو  بیګا له دغه جنایت وروسته  دمسلمانانو په وژلې کې  دترهه ګرو دغیر انسانی  جنایتونو  باندې په اعتراض کې  په دغه ښار کې مظاهره وکړه او  دافغانستان له حکومته ئې وغوښتل  دغه جنایت کار ترهه ګر دې وپیژنی  او سخته سزا دې ورکړی . داپه داسې  حال کې دی چې د افغانستان په ولسی جرګې کې دهرات دخلکو پخوانی استازی  احمد علی جبرائیلی   د  هرات ولایت له ټولو خلکو غوښتی   چې  په نننیو پراخو مظاهرو کې دې ګډون  وکړی او دمسلمانانو دوینو په بهیدا دې خپل اعتراض   نندارې ته وړاندې کړی .  

داپه داسې حال کې دي چې  دافغانستان دطالبانوډ لې دیوې اعلامیې په خپرولو سره دغه غیر انساني جنایت غندلی اووئيلی ئې  طالبان  په دغه شان غیرانسانی  اقداماتو کې هیڅ دخالت نه لري

 

 

Aug 02, 2017 11:57 Asia/Kabul
کمنټونه