• امریکا دافغانستان دامنیتي ځواکونو د پیاوتیا پرځاې په دغه هیواد کښې خپلې وسلې ازمويي .
    امریکا دافغانستان دامنیتي ځواکونو د پیاوتیا پرځاې په دغه هیواد کښې خپلې وسلې ازمويي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان د ولسی جرګې غړیو نن د ووړی له چټیانو وروسته په خپلې لومړنۍ غونډې کښې دافغانستان لپاره دامریکا د نوی ستراتژۍ اعلانیدا ته په غبرګون کښې وویل دواشنګټن دغه ستراتژۍ به په هیواد کښې د جنګ او دناامنۍ د دوام په معنا وی .

دافغانستان په پارلمان کښې د هرات د خلکو استازی منور شاره بهادری وویل دامریکا دغه نوی ستراتژۍ د هیواد دخلکو  هیڅکله دمنلو وړ نه ده .

دافغانستان د پارلمان بل غړی عبیدالله بارکزی هم وویل د پارلمان استازی په پریکنده توګه دامریکا له نوی ستراتژۍ سره مخالف دی ځکه چې دغه ستراتژۍ په هیواد کښې جنګ اوږدوی .

هغه وویل امریکا دافغانستان دامنیتی ځواکونو د پیاوتیا پرځاې په دغه هیواد کښې خپلې وسلې ازمویی .

دافغانستان دپارلمان بل غړی عبدالستار خواصی هم ټینګار وکړ دامریکا دنوی ستراتژۍ هدف په هیواد کښې دجنګ دوام دی .

دامریکا دنوی ستراتژۍ پراساس افغانستان ته کابو څلور زره(۴۰۰۰) نور پوځیان استول کیږی او هغوې   به تر نامحدودې مودې پورې په دغه  هیواد کښې پاتې شی .

 

Sep 12, 2017 11:33 Asia/Kabul
کمنټونه