• ترهګرۍ د سیمې او له سیمې د وراخوا هیوادونو د صلحې او ثبات لپاره ترټولوستر ګواښ دی
    ترهګرۍ د سیمې او له سیمې د وراخوا هیوادونو د صلحې او ثبات لپاره ترټولوستر ګواښ دی

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د هندوستان او د افغانستان دبهرنیو چارو وزیرانو میرمن سوشما سواراج او صلاح الدین ربانی په نوی ډیلی کښې ددواړو هیوادونو د ستراتژیک ګډون دشورا د دوهمې (۲)غونډې له ترسره کیدا وروسته

دګډې بیانیې په خپرولوسره د درې اړخیزه موافقې په چوکاټ کښې دایران دچابهار بندر د پراختیا دپروژې د چټکتیا لپاره د نوی ډیلی او دکابل  په ملګرتیا ټینګار وکړ .

دهند او دافغانستان دبهرنیو چارو د وزیرانو په دغه ګډې بیانیې کښې ویل شوی دی نوی ډیلی او کابل د افغانستان او دمرکزی اسیا لپاره ټرانزیټ او ټرانسپورټ ته د ازاد لاسرسی او د ارتباطاتو اهمیت ته په پام سره دایران ، هند او دافغانستان ددرې اړخیزه موافقې په چوکاټ کښې د چابهار بندر د پراختیا دچټکتیا په زمینه کښې په تیر میلادی کال میی میاشت کښې موافقې ته رسیدلی وو  .

د افغانستان او د هندوستان خارجه وزیرانو په افغانستان کښې د ترهګرو حملو  په غندلو سره ترهګرۍ د سیمې او له سیمې د وراخوا هیوادونو د صلحې او ثبات لپاره ترټولوستر ګواښ وباله .

د هندوستان او دافغانستان چارواکو په دغه غونډې کښې د ټرانسپورټ ، روغتیا ، د سپوږمکۍ د ارتباطاتو او د  دپراختیا د یوسل شپاړسو(۱۱۶) پروژو دبشپړولو په زمینو کښې څلور (۴)موافقې لاسلیک کړې .

 

 

 

Sep 12, 2017 13:27 Asia/Kabul
کمنټونه