• دافغانستان دپارلمان استازیو هم اسلامي سپیڅلتیاو ته د امریکا دعسکرو سپکاوی وغاند .
    دافغانستان دپارلمان استازیو هم اسلامي سپیڅلتیاو ته د امریکا دعسکرو سپکاوی وغاند .

زمونږخبریال راپور راکړی دافغانستان په سلګونو خلکو اسلامی سپیڅلتیاو ته دامریکا د عسکرو په سپکاوی اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

د افغانستان دکابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مظاهرو کښې ګډون کونکو دامریکا ضد شعارونه ورکړل او اسلامی سپیڅلتیاو ته د امریکا د پوځیانو سپکاوی یې وغاند .

مظاهره چیانو د کابل او پروان د لوې لارې په بندولو سره اسلامی ارزښتونو ته  دسپکاوی  له رسونکو پوځیانو سره د افغانستان دحکومت د پریکنده چلند پرضرورت ټینګار وکړ .

دافغانستان دپارلمان استازیو هم بیګا په پروان ولایت کښې اسلامی سپیڅلتیاو ته د امریکا دعسکرو سپکاوی وغاند .

دامریکا پوځیانو تیره اونۍ د الوتکو له لارې په پروان ولایت کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم ته له سپکاوی ډکې پاڼې وغورځولې چې دخلکو غصه یې راوپاروله .

 

Sep 12, 2017 13:37 Asia/Kabul
کمنټونه