• امریکایان په افغانستان کښې طالب ډلې ته کسان جذبوي

د افغانستان د ولسي جرګې استازي د کسانو د جذبولو لپاره له طالب ډلې سره د امریکايي پوځیانو د مرستې خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې عبیدا... بارکزي نن په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو او د هغو د انډیوالانو د تیروتنو په یادونې سره وویل: دا ځواکونه په پلان شوې توګه د افغانستان له خلکو څخه د طالبانو ډلې لپاره د کسانو د جذبولو فرصت برابروي.

هغه زیاته کړه چې د کسانو د جذبولو لپاره د طالبانو توانمني کمزورې شوې ده او امریکايي ځواکونه په افغانستان کښې د جنګ د دوام لپاره په دې لړ کښې د طالبانو مرسته کوي.

طالبانو او داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان د ملي اردو او عامه خلکو خلاف حملې سختې کړې دي.

 

Sep 13, 2017 20:44 Asia/Kabul
کمنټونه