• په کابل کې ځانمرګي بريد نهو کسانوته مرګ ژوبله اړولې

په کابل کې په کریکټ باندې دا حمله په داسې وخت کې شوی ده چی دې وخت په پاکستان کې د کریکټ نړیوالې سیالۍ له اتو کلونو وروسته ترسره کیږی

 

د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم  په کابل ښار کې کرکټ بورډ ته نږدې په ځانمرګي بريد کې د وه پوليس او یو ملکې  وژل شوي او شپږ  نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش تایید کړه چی په دغه حمله کې ۳ کسان مړه او ۶ هم ژوبل شوی دی .

دا حمله هغه وخت وشوه چی د افغانستان د کریکټ د کلب د سیالیو په چوکاټ کې  لوبه روانه وه .

د ده په وينا، دا مهال په کرکټ بورډ کې د شپږېزې سيالي روانې دي او د دې لوبو د خونديتوب لپاره پوليسو درې امنيتي کمربندونه جوړ کړي دي.

د دې چادونې مسووليت داعش ترهه ګرې ډلګي  پر غاړه اخيستی دې .

په کابل  کې په کریکټ باندې دا حمله په داسې وخت کې شوی ده چی دې وخت په پاکستان کې د کریکټ نړیوالې سیالۍ له اتو کلونو وروسته ترسره کیږی . د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د کابل حمله په کلکه غندلی ده او ویلی یې دی چی دا کار د پاکستان د دښمنانو کار دې ځکه چی غواړی په دې سر ه پاکستان بدنام کړی چی کوندی په کابل کې په کریکټ په حمله کې پاکستان لاس لری . احسن اقبال وویل چی په کابل په کریکټ ځان وژونکی حمله په پاکستان حمله ده او مونږه یې په کلکه غندو .

 

Sep 14, 2017 05:01 Asia/Kabul
کمنټونه