• که امنيت ښه نه شي دانتخاباتو بهير به له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي

نوموړي د نا امنيو پر پراختيا د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، که چېرې امنيتي وضعيت ښه نه شي او په همدې ډول دوام ولري، ټاکنې به ترسره نه شي او يا به هم د دغه بهير پر وړاندې ګڼې ستونزې رامنځته شي

 

دافغانستان د  ټاکنو د شکايتونو کمېسيون په هېواد کې د نا امنيو پر پراختيا د اندېښنې څرګندولو تر څنګ ویلی دی  چې که امنيتي وضعيت ښه نه شي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به له ګڼو ننګونو سره مخا مخ شي.

 

د ټاکنيزو شکايتوتو کمېسيون مشر عبدالعزيز اريايي، دا موضوع په کابل کې يوې خبري غونډې ته د دې ادارې د اته مياشتني کار د راپور وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه.

 

نوموړي د نا امنيو پر پراختيا د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، که چېرې امنيتي وضعيت ښه نه شي او په همدې ډول دوام ولري، ټاکنې به ترسره نه شي او يا به هم د دغه بهير پر وړاندې ګڼې ستونزې رامنځته شي.

اريايي د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د رايه ورکونې د ٩٦ سلنه مرکزونو ارزونې ته په اشارې سره وويل چې لا هم شاوخوا ٣٣ ولسوالۍ د نا امنيو له ډلې د دغه بهير تر پوښښ لاندې نه دي راغلې او د ځينو ولسواليو امنيت هم نسبي دى او امنيت په بشپړ ډول نه دى تامين شوى.

 

د ټاکنيزو شکايتوتو کمېسيون مشر په ډاګه کړه چې دغه بنسټ د ټاکنو بهير کې د روڼتيا اصل ته ژمن دى او له ټولو اړوندو بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې مسوولانه ګام واخلي، افغان ځواکونه دې له بهرنيو ځواکونو سره په همغږۍ د نا امنو سيمو د امنيت لپاره پرېکنده عمل وکړي.

 

اريايي په ورته وخت کې وويل چې درې کسان يې د کمېسيون د دارالانشاء څوکۍ لپاره ولسمشر ته ور پېژندلي، خو د څلورو مياشتو په تېرېدو سره لا هم ولسمشر اقدام نه دى کړى.

 

نوموړي د مالي ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ويل چې دغه بنسټ د بوديجې له کمښت سره مخ دى او حکومت بايد دا موضوع جدي وبولي.

 

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راتلونکي ١٣٩٧ کال د چنګاښ ١٦مه نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکلې او حکومت هم ټينګار کړى چې د دغه کار لپاره يې چمتووالى نيولى او ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره شي.

 

Sep 14, 2017 05:17 Asia/Kabul
کمنټونه