• په افغانستان  کې د امریکا هوایی حملوبې مخینه وده درلودلی ده

په تیرې میلادی میاشتې کې د امریکا هوایی حملې ۵۰۳ ته زیاتې شوی دی چی په تیرو ۵ کلونو کې یې مخنیه نده درلودلی .

د تسنیم خبری اژانس د امریکا د هوایی ځواک د مرکزی قوماندانۍ له قوله را پور راکوی چی د امریکا ایف شپاړس الوتکو او بې پایلټه الوتکو د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې  په افغانستان کې څه د پاسه دوه زره بمونه غورځولی دی چی د ۲۰۱۶ میلادی کال د بمباریو دوه برابره کیږی .

دا حملې  له افغان دولت سره له غږملتیا پرته ترسره کیږی او زیاتره قربانیان یې ملکیان دی .

دوه اونۍ وړاندې د ملکیانو د وژلو په وروستی مورد کې چی په هرات کې په یوه کلی د امریکا د بې پایلیټه الوتکې په وسیله وشوه ، ۳۵ ملکیان ووژل شول .

 

 

Sep 14, 2017 06:01 Asia/Kabul
کمنټونه