• دافغانستان چارواکو په ځلونو له خپل ملت او حکومت څخه د ایران داسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه کړي ده
    دافغانستان چارواکو په ځلونو له خپل ملت او حکومت څخه د ایران داسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه کړي ده

زمونږخبریال وایی د افغانستان دباندنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی پرون په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې دایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره خبرې وکړې .

صلاح الدین ربانی  په دغو خبرو کښې  دخپل هیواد لپاره د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا دایران داسلامی جمهوریت په اهمیت ټینګار سره د دواړوهیوادونو داړیکو د پراخیدا غوښتنه وکړه .

دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی داکتوبر میاشتې په دوهمه(۲) نیمایی کښې  ایران او دافغانستان ترمینځ د کډوالو او د اوبو د کمیټیو د غونډو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل افغانستان ملګرتیا ته چمتو دی .

په سیمه او افغانستان کښې امنیتی حالات او په تیره بیا دداعش ډلې په شمول له ترهګرو ډلو سره مبارزه ددغو خبرو نور چورلیزونه وو .

دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ویلی دی په افغانستان کښې دحالاتو له  ښه کیدا او د بیا رغاونې  له چارو سره به هرډول مرسته وکړی .

همدا اوس په ایران کښې څه دپاسه شل(۲۰) لکه افغانان وسیږی .

دافغانستان چارواکو په ځلونو له خپل ملت او حکومت څخه د ایران داسلامی جمهوریت د ملاتړونو قدرونه کړی ده .

 

Sep 23, 2017 04:49 Asia/Kabul
کمنټونه