• اشرف غنی پاکستان ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړ

د افغانستان حکومت د پاکستان حکومت ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړ.

د روسیې سپوټنېک خبری اژانس د رپوټ له مخې افغان ولسمشر محمد

اشرف غنی په دې باندې په تاکید سره چې پاکستان د ترهه ګرو لپاره په

یو امن ځا ے بدل شو ے د ے د اسلام آباد له حکومت وغوښتل چې ترهه ګرو ته پناه ورکول دې بند کړی.

اشرف غنی وویل: افغان حکومت به ترهه ګرو ته په پناه ورکولو کښې د پاکستان د حکومت اقدام ونه زغمی.

هغه دا خبره څرګنده کړه چې له ترهه ګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ نه د اسلام آباد په ګټه د ے او نه بل یو هېواد، او دغه هېواد پکار دی له دغو ډلو څخه خپل ملاتړ ته خاتمه ورکړی چې په سیمه کښې صلح ،ثبات او امنیت ټینګ شی.

د پاکستان او افغانستان تعلقات په تېرو کلونو کښې تل له تاوتریخوالی او سختو اختلافاتو سره مخامخ وو او دی او پوله ایز اختلافات او یو بل له ترهه ګرو څخه په ملاتړ تورنول د دواړو ګاونډی هېوادونو ترمېنځ ځینې مسائل دی.

 

Sep 23, 2017 12:23 Asia/Kabul
کمنټونه