• په ننګرهارکې جنایتکارو یوجومات تباه کړی او۲۱داعشی ترهه ګرهم هلاک شوي

دافغانستان دننګرهار ولایت د مومندری په ولسوالۍ کې مخ پټو جنایتکارو بیګا یو جامع جومات یه بموموسرخ الوزولی دی . دننګرهار دوالی ویاند عطا اله خوګیانی وایی وسله والو دوه بمونه د مومندری دګردی غوث په جامع جومات کی چاودولی چی له امله یی جومات به بشبړ ډول ویجاړ او قرآن شریف زیات شمیرنسخې هم پکې سوزولی دی .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپورراکړ دافغانستان دننګرهار ولایت د مومندری په ولسوالۍ کې  مخ پټو جنایتکارو بیګا  یو جامع جومات یه بموموسرخ  الوزولی دی .

دننګرهار دوالی ویاند عطا اله خوګیانی وایی وسله والو دوه بمونه د مومندری دګردی غوث په جامع جومات کی   چاودولی  چی له امله یی جومات به بشبړ ډول ویجاړ او قرآن شریف  زیات شمیرنسخې   هم پکې سوزولی دی . دخبر ترمخابیره کیدا پورې کومې حکومت مخالفې ډلې ددغه جنایت  پړه په غاړه  نه ده اخستې  خو خپلواکه سرچینې  وائی چې دغه شان  غیر اسلامی او غیر انسانی کارونه د داعشی تکفیری ترهه ګرو  کار دی او دا لومړۍ ځل نه دی  چې په افغانستان کې ئې دغه شان غیر اسلامی  کار کړی وی .تیر کال  هم داعشی تکفیری ترهه ګرو   دکردی غوث زیارت مقبره هم په بمونو الوزولی وه چی وروسته دسیمی د خلکو په مرستو او ملګرتیا سره  بیرته  رغول شوې،  همدارنګه تیره میاشت  هم په دغې ولسوالۍ کې په یو جامع جومات کی د جمعی د لمانخه بر مهال دماین دچاودنی له امله دجومات امام  وژل شوی  او ورسره لس لمونځ کوونکی هم ټپیان شوی و.

 همداراز د   ۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند شیرین اقا فقیری  نن په  یولړ څرګندونو کې  وئیلی  دی ، د ننګرهار ولایت داچین او هسکی مینی په ولسوالیو کی دبهرنیو عسکرو دبی بیلوته الوتکو په توغندوی بریدونو کې  کابو   یوویشت  داعشی وسله وال هلاک شوی او دهغوی وسلی او مهمات هم تباه شوی دی .

 هغه وئیلی ، په و‎ژل شوو ترهه ګرو کې بهرنی کسان  هم تر سترګو کیږی .

 

ټیګونه

Dec 26, 2017 12:50 Asia/Kabul
کمنټونه