• په افغانستان کښې د طالب ډلې او حکومتی ځواکونو مرګ ژوبله

د افغانستان په لغمان ولایت کی د طالب ډلې اوامنیتی ځواکونو مرګ ژ بله رامنځته شوې ده.

د لغمان د والی ویاند سرحدی ځواک نن وویل په هغه نښته کی چی تیره شپه د دغه ولایت دالینګار ولسوالی اړوند سیمه کی د ملی اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ وشوه د عبدالرحیم مسلم  او نورګل په نامو د طالب ډلې د دوو مهمو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون دری تنه طالب ځواکونه  ووژل شول او دری تنه نور ژوبل شول.

 د لغمان  دوالی ویاند وویل په نښته کی همدارنګه د ملی اردو یو عسکر هم  وژل شوی او درې تنه نور زخمی شوی دی. نوموړی وویل په دغه نښته کی د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی په اړه څه رپوټ نه دے ورکړے شوے.

طالب ډلې تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی. د لغمان د والی ویاند له دفتره په خپرو شویو معلوماتو کی ویل شوی چی د روان  میلادی کال.د پېل راهیسی د وژل شویو وسله والو مخالفینو شمیر شپږویشت تنو ته ورسید.

 

Jan 03, 2018 15:02 Asia/Kabul
کمنټونه