• امریکا د طالبانو اوداعش ترهه ګرو ډلوملاتړې ده

حسینی مزاری د افغانستان د حکومت او جمیعت اسلامی ګوند ترمنینځ داخلی اختلافات هم دامریکا لاسوهنې وبللې او دکابل پر حکومت ئې غږ وکړ ، چې پر امریکا دې اعتماد نه کوی .

 ایرناخبری آژانس ر اپور ورکړ د  صدای افغان خبری آ ژانس  مشر  سید عیسی حسینی مزاری  نن  په کابل کې په خبری کنفرانس کې  ووئیل  لویدیځوالو په افغانستان کې   د داعش اوهمداراز  د طالبانو پشمول ترهه ګرې  ډلې  راپنځولی  او  په کابل کې د وروستۍ  ترهه ګرې حملې  کې  اصلی تورن  هم دی .

 حسینی مزاری   پولیس د  صدای افغان   خبری آژانس  ددفتر دامنیت  په تامینولو کې  په کم کارۍ تورن کړل او وې وئیل  حکومت باید زرترزره  په تبّیان  کلتوری مرکز او   صدای افغان خبری  آژانس باندې دحملې  بهرنی عامل  وپیژندی او  معرفی ئې کړی .    

 هغه همداراز   د افغانستان د حکومت او جمیعت اسلامی ګوند ترمنینځ   داخلی اختلافات هم  دامریکا لاسوهنې وبللې او دکابل پر حکومت ئې غږ وکړ ،  چې پر امریکا  دې اعتماد  نه کوی .  هغه زیاته  کړې ، ډ یرو دا خیال کاوه چې  له امریکا سره دامنیتی تړون  په لاسلیک کولو سره  به د افغانستان امنیتی  حالات ښه شی ،  خو   نه یوازې دا چاره پوره شوې نه ده ،بلکې    حالات  له اویایمې لسیزې لابدتر شوی  او  ناکراری لاپراخه شوې ده .

   تیرې پنجشنبې  ورځې  داعشی تکفیری ترهه ګرو   په کابل کې د تبیّان  فرهنګی مرکز او  صدای افغان خبری آژانس   په ودانۍ  په ځان مرګی حملو کې  کابو  ۵۲کسان شهیدان او  څه دپاسه نوی نور ټپیان کړی دی .

 

ټیګونه

Jan 03, 2018 18:47 Asia/Kabul
کمنټونه