•   په کابل کې دیارلس داعشی ترهه ګر نیول شوی دی

دافغانستان په کابل کې په نیول شوو تکفیری ترهه ګرو کې داخلی او بهرنی جنایتکار شامل دی .

مهر خبری آژانس راپور ورکړ  دافغانستان دملی ا منیت   د پولیسو قوماندان  نن په یولړ څرګندونو کې  ووئیل  د دغې  ادارې مامورانو  په ځانګړو عملیاتو کې  په کابل کې د داعش  دیارلس  ترهه ګر نیولی  او دهغوی له  سپیرو منګولو او پټنځایونو کې یو شمیر تجهیزات چاودیدونکی توکی او مهمات هم کشف او  ضبط کړی دی 

 په دغه  راپور کې وئیل شوی دی ،  دغې ترهه ګرې  او جنایتکارې ډلې  نیّت د رلودڅو په کابل کې  ورانکار  اقدامات وکړی .  دافغانستان  د ملی  امنیت د ادارې دپولیسو قوماندان  دوینا په  اساس ،   دغو تکفیری ترهه ګرو   کابل ښار کې  په همداوروستیو کې   د ځان مرګو  جنایتکارو  په رسولو کې  لاس درلودلی دی .

  همداراز په دغه راپور کې داهم وئیل شوی  چې   په  نیول شوو تکفیری ترهه ګرو کې داخلی اوبهرنی  جنایتکار شامل دی .  دافغانستان د ملی امنیت دغه لوړپوړی چارواکی   په داسې حال کې   په کابل کې د  دیارلسو داعشی تکفیری ترهه ګرو  دنیولو   خبر ورکړی ، چې  تیره اونۍ   دکابل ښار  لویدیځی برخه   یوې بوږنونکی  غمیزې کتونکی وه  چې  کابو دوه پنځوس کسان پکې شهیدان انو  څه دپاسه نوی نور پکې  ټپیان شوی وو ، او پړه ئې  هم داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې وه .

 

Jan 03, 2018 19:02 Asia/Kabul
کمنټونه