• د افغانستان له پرمختګ او امنیت سره مرسته پکار ده

ټولو هیوادونه له پکار دي چې د افغانستان له ترقۍ او امنیت سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا پړاویز مشر پرون له افغانستان د ملاتړ په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: ټولو هیوادونه له پکار دي چې د افغانستان له ترقۍ او امنیت سره مرسته وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د قزاقستان دائمي استازي غیرت عمروف چې د امنیت شورا پړاویز مشر دی، همداشان د افغانستان په هکله د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار هربرټ ریمنډ مک ماسټر سره د دغې شورا د غړو د سه شنبې ورځې غونډې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه.: مک ماسټر په دغه غونډه کښې د افغانستان په هکله د امریکې د نوې سټراټیجۍ په هکله وضاحت ورکړ.

یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیر ۲۰۱۷ کال د آګست په ۲۱ نیټه په افغانستان کښې د امریکې نوې سټراټیجي اعلان کړه او ویې ویل چې افغانستان ته څلور زره نور امریکايي پوځیان لیږي.

امریکا نن سبا په افغانستان کښې ۱۵ زره پوځي ځواکونه لري او احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کښې سلګونه نور پوځیان هم افغانستان ته واستوي.

 

Jan 12, 2018 07:39 Asia/Kabul
کمنټونه