• د امریکایی او افغان عسکروترغوږلاندې د داعش فعالیت

په افغانستان کی د امریکا په وسیله داعش رامینځته شو ځکه چی امریکا داسې ډلې ته اړتیا وه چی له افغانستانه جنګ او ناارامی دافغانستان ګاونډی او د سیمې هیوادونو ته هم انتقال کړی .

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم له یوې خوا د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې په یوه راپور کی لیکلی دی چی د افغانستان لپاره د ټرمپ د نوی ستراتیجۍ په اساس ټاکل شوی ده  افغانستان ته به ۱۰۰۰ تنه اضافي پوځي سلاکاران واستول شي او د دې ترڅنګ به بې پېلوټه الوتکې او درنې وسلې هم په افغانستان کې تر راتلونکي پسرلي وړاندې د امریکا د پوځي پلان د یوې برخې په توګه ولېږل وشي.

 او د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه هم  په دې باره کی لیکی ، بې پېلوټه الوتکې، نقلیه وسایل، زغرګاډي، هیلي کوپترونه او توپونه په هغو وسایلو کې شامل دي چې ټاکل شوې ده د اوبو له لارې د افغانستان لور ته یووړل شي.د یادولو ده چی ټرمپ د تیر کال په اګست میاشت کی افغانستان ته د نوروڅلورو زرو امریکایی عسکرو له ورلیږلو سره موافقه کړی وه .

له بل پلوه فرانس پریس خبری اژانس  هم  یو راپور خپور کړی دی چی پکی ادعا شوی ده د داعش ډله په افغانستان کی د امریکایی او افغان عسکرو په مخ کی فعالیت کوی . پوځی کارپیژاندی او شناندی وایی چی د کابل په  ختیځ کی له متوسطو کورنیو سره اړونده ځوانانو په یو ځای کیدا سره داعش ډله ورځ په ورځ پیاوړی کیږی چی دا چاره د افغانستان پلازمینه کابل په یوې خونړۍ سیمې بدلولې شی . فرانس پریس زیاتوی چی داعش په تیرو اتو میاشتو کی د محصلینو ، استادانو  او دوکاندارانو په مرسته ۲۰ خونړۍ حملې کړی دی .په واشنګټن کی د ولسن مرکز یو شناندی مایکل کیوګلنګ په دې اړه جوته کړی ده چی د کابل په ختیځ کی یوازې یوه ډله نده بلکې دلته د داعش وړکتون دې چی که په دې باره کی فکر ونشی نو په راتلونکی به ممکنه ده په کابل کی ډیرې خطرناکی حملې وشی . د پوځی کارپیژاندو په وینا داعش د نویو کسانو په جذبولو کی هیڅ مشکل نلری او هغه افغانان چی افراطی تفکر لری ، د داعش د ترهه ګرې ډلې تر اغیز لاندی ورغلی دی .

د کړکیچ د نړیوالې ډلې یوه لوړ رتبه شناندې براهم اسامه هم وایی هغه لیدتوګی چی په افغانستان کی د جهادی تفکر تر سیوره لاندې وده کوی ، ډیرې خطرناکی او خونړی د ی او د هغو مشری هم د ځوانانو په لاس کی ده . د هغه په وینا د داعش ملاتړی ، غړی او حتی د هغو د کورنیو غړی په کابل کی ژوند کوی چی نه یوازې پوهنتونونو ته ورځی بلکې په ازاده تګ راتګ کوی  او د خپلو حملو د هدفونو د ټاکلو لپاره د شپې مهال غونډې ترسره کوی  او زیاتره هغه ښارونه په نښه کوی چی ښه یې پیژنی .

د لویدیځ یوه ډیپلوماټ هم په دې باره کی وایی د داعش ترهه ګر په ډیر منظم ډول  له ترهه ګرۍ ضد اقداماتو سره مقابله کوی . لویدیځې سرچینې په داسې حال کی په افغانستان کی د داعش د پیاوړتیا خبره کوی چی دافغانستان دفاع وزارت  د شورو په ورځ وویل داعش په افغانستان کی ډیر کمزوری شوی دی ، د ترهه ګرو حملو توان نلری بلکې یوازې د هغو حملو مسولیت پر غاړه اخلی چی د پاکستان د ای ایس ای په حکم د حقانی ډلې لخوا ترسره کیږی .

د یادولو ده چی تر ۲۰۱۴ کاله پوری په افغانستان کی د داعش نوم نه وو ، په همدغه کال کی کله چی داعش په مینځنی ختیځ کی خپل تش په نامه خلافت اعلان کړ نو هغه پاکستانی طالبان او د القاعدې پخوانی غړی چی د پاکستان د پوځ د هغو عملیاتو له امله چی د ۲۰۱۴ میلادی د جون له ۱۵ نیټې پیل او د څه د پاسه دوه کاله اوږده شول ، افغانستان ته ورکش ویل شوی وو ،  له داعش ډلې سره بیعت وکړ  او د ابوبکر بغدادی لخوا د  خراسان ولایت د داعش څانګه اعلان شوه  او یو شمیر ناراضی افغان طالبان چی د ذبیح ا... مجاهد په وینا د غلاګانو او چورتالان په تور محاکمه کیدل ، له داعش سره یو ځای شول . په هر حال مونږه د دغه وضعیت په اړه د ټیلی فون په کرښه د افغانستان د پارلیمان د غړی ښاغلی مولانا عبد الرحمان رحمانی نظر وپوښته چی هغه په ځواب کی وویل لومړی دا چی د ټرمپ ستراتیجۍ یوازې په جنګ متمرکزه ده  او پکې د سولې د رامینځته کولو لپاره هیڅ ځای نه لیدل کیږی ، دوهمه دا د داعش پیاوړتیا چی لویدیځې رسندوې یې اوس خبره کوی ، له ۲۰۱۴ کال راهیسې چی طالبانو خپله ستراتیجۍ یوازې په افغانستان پورې محدوده کړه او خپل له پولو بهر پروګرام یې  له خپلې ستراتیجۍ لیرې کړ ، په افغانستان کی د امریکا په وسیله داعش رامینځته شو ځکه چی امریکا داسې ډلې ته اړتیا وه چی له افغانستانه جنګ او ناارامی دافغانستان ګاونډی او د سیمې هیوادونو ته هم انتقال کړی . رحمانی په پاکستان د امریکا د دباونو په اړه هم وویل دا د امریکا دوکه ورکول دی  او غواړی چی د خپل هیواد او نړۍ خلک وغولوی او وایی چی دا پاکستان دی چی د افغانستان د جنګ د دوام عامل دی ، په داسې حال کی چی پاکستان هر څه کړی دی د امریکا لخوا ورته ماموریت ورکړل شوی وو ،

مولانا رحمانی همداراز  په افغان دولت د سختې نیوکې په ترڅ کی جوته کړه چی له یوې خوا په داخل کی له سختو اختلافاتوسره مخامخ دی او له بل پلوه په همدې خاطر د هیواد ټول اختیار او کنټرول یې د امریکا په لاس کی ورکړی دی ، د دې په ځای چی په هیواد کې د داعش د جرړه ویستلو فکر وکړی ، په دې باره کی له ګاوندیو هیوادونو سره سلا و مشوره وکړی ، په هغو نیوکی او له امریکا ملاتړ کوی . د افغانستان د پارلیمان د دغه فعال غړی په وینا لکه څرنګه چی داعش په سوریه کی ماته وخوړه هماغه روده باید په افغانستان کی هم پلی شی .

 

 

Jan 12, 2018 13:45 Asia/Kabul
کمنټونه