• سيد حفيظ الله هاشمي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه وټاکل شو

د غوراوي کمېټې دوه ورځې وړاندې سيد حفيظ ا... هاشمي، عبدالقادر ځاځى او اول الرحمن رودوال ولسمشر ته معرفي کړل څو له دې ډلې يو کس د ټاکنو کمېسيون د کمېشنر په توګه معرفي کړي.

پژواک خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائيه رياست يوې سرچيني نن وويل: سيد حفيظ ا... هاشمي نن د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه وټاکل شو.

بل لور ته سيد حفيظ ا... هاشمي هم وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه ټاکل شوى دى.

ده وويل چې د ده تر څنګ دوه نور معرفي شوي کسان هم د هېواد کدرونه وو او هر  يو چې ټاکل شوى واى، د هېواد په خير و.

د يادونې ده، د غوراوي کمېټې دوه ورځې وړاندې سيد حفيظ ا... هاشمي، عبدالقادر ځاځى او اول الرحمن رودوال ولسمشر ته معرفي کړل څو له دې ډلې يو کس د ټاکنو کمېسيون د کمېشنر په توګه معرفي کړي.

 

Jan 13, 2018 12:43 Asia/Kabul
کمنټونه