• په سوریې کښې د داعش په خلاف جنګ کښې د فاطمییونو په ګډون نیوکه ولې؟

زمونږ تهران رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې امریکه غواړی د دغه هېواد د ولسمشر ټرمپ د نوې پالېسۍ له مخې یو زر نور فوځی مربیان او صلاحکاران له ډرون الوتکو او درنو فوځی وسلو او سازوسامانونو سره د فرورۍ تر میاشتې پورې یعنې د پسرلی له رارسېدو مخکې افغانستان ته ولیږی چې د سپینې ماڼۍ او پېنټاګان د چاروالو په نقل سره د وال سټریت جرنل ورځپاڼې د رپوټ مطابق له داعش سره په مبارزه کښې یې استعمال کړی او له افغان ځواکونو سره مرسته وکړی او ضروری مشورې ورته ورکړی.

اوس پوښتنه دا ده چې آیا په افغانستان کښې له داعش سره د جدی مبارزې لپاره اراده هم موجوده ده؟ که اراده وې نو آیا په هم هغې ابتداء کښې چې په افغانستان باندې د ترهه ګرۍ د جرړو د وېستلو په بهانه فوځی یرغل وشو، د ترهه ګرۍ جرړې یې نه شوې وېستلې؟ نو که تر ۲۰۱۴ کاله پورې د امریکې او نېټو یو نیم لکو ځواکونو په شتون سره د ترهه ګرۍ جرړې ونه وېستې شوې اوس د یو زرو یا څو زرو امریکائی ځواکونو په زیاتولو سره چې ټول پینځلس زره جوړیږی آیا د ترهه ګرۍ جرړې وېستلې شی؟

په اصل کښې د امریکائی ځواکونو د شمېر بحث مطرح نه دے، بلکه بحث د ارادې دے، که د ترهه ګرۍ د ختمولو اراده موجوده وې نو اصلاً په افغانستان باندې د امریکې لښکر کشۍ ته څه ضرورت نه ؤ، بلکه د نړیوالې ټولنې لخوا په یو جدی ډله ایز ګواښ سره ښه په اسانۍ سره کېدې شول چې هغه هېواد (پاکستان) چې نن د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ګواښل کیږی له ترهه ګرۍ څخه د ملاتړ ختمولو ته مجبورولې شو، خو اصلی هدف په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ او جنګ ختمول نه وو.

که د اسامه بن لادن بحث نه وې نو د ستمبر د یولسمې ډرامه به نه رامنځته کېده او په افغانستان باندې به په بله بهانه یرغل کېدۀ، ځکه چې امریکې په افغانستان کښې د اوږدې مودې فوځی شتون او د فوځی اډو جوړولو ته ضرورت لرۀ او مقصد یې هم په سیمه کښې د ناامنۍ او ترهه ګرۍ رامنځته کول او د داعش په شان نویو ترهه ګرو ډلو جوړول وو، هدف یې د مېنځنۍ اېشیا، مېنځنی ختیځ او جنوبی اېشیا ناقراره کول او له ټولو مهم په سیمه او نړۍ کښې د چین د اقتصادی ترقۍ مخنیوے او د روسیې د بیا احیا کېدو مخه نیول او د ایران د اسلامی جمهوریت تردباو لاندې راوستل وو.

په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره تش په نامه جنګ لا روان ؤ چې په ۲۰۰۳ کال کښې یې په عراق هم د ډله ایزې وژلې د وسلو د شتون په بهانه یرغل وکړ او هغه یې هم په کنډوالو بدل کړ او بالاخره د داعش په جوړولو سره یې په عراق او سوریې کښې ځینې سیمې د دغې لاسپوسې او جنایتکارې ډلې په قبضه کښې راوستې، دې لپاره چې عراق او سوریه تقسیم کړی چې د عراق او سوریې د حکومتونو لخوا د مرستې په غوښتنې سره د ایران اسلامی جمهوریت د دغو دواړو هېوادونو مرستې ته ورودانګل او د امریکې دسیسې چې سعودی هم پکښې لاس لرۀ ماتې وخوړه او ګڼ شمېر عوامل په سوریې او عراق کښې د داعش د ماتې سبب وګرځېدل، خو په سوریې او عراق کښې د داعش د ماتې اصلی علت هغه ګواښ ؤ چې دغې ترهه ګرې ډلې په عراق او سوریې او حتی ایران  کښې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو علیهم السلام او نورو دینی بزرګانو د زیارتونو د ړنګولو  لپاره ورکړے ؤ . لکه په سوریې او عراق کښې یې د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمنو صحابه ؤ او انبیاو علیهم السلام مبارک قبرونه په توپونو او چاودېدونکو موادو سره ویجاړ کړل چې هم دلته وو چې د افغانستان او پاکستان په شمول د سنی او شیعه نورو هېوادونو مسلمانانو د اهلبېتو علیهم السلام له حرمونو په خاصه توګه د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمنې نمسۍ حضرت بی بی زینب (س) له حرم څخه د دفاع لپاره له داعش او نورو تکفیری ډلو سره د مبارزې مېدان ته وردانګل. او هر کس چې وس یې لرۀ کوشش وکړ د مقدسو مزارونو د محافظت او دفاع لپاره ځانونه سوریې ته ورسوی او او د دغو سفاکو او جنایتکارو په مقابل کښې اودریږی چې د افغانستان مسلمانان هم له دې چارې  څخه مستثنی نه وو د نورو هېوادونو د مسلمانانو ترڅنګه لاړل او په خپله شرعی دنده یې عمل وکړ او هغه وروڼه چې له افغانستانه سوریې ته لاړل او د فاطمیونو ډلې په قالب کښې د داعشی تکفیریانو په خلاف وجنګېدل، د پېسو لپاره نه وو او نه چا په زور هغوی لېږلی دی بلکه د هغه اعتقاد او عقیدت په خاطر وو چې نورې پولې نه پېژنې، مګر همدغه داعش ډله په دغسې حالاتو او اعتقاداتو سره په افغانستان کښې نه ده جوړه شوې او هم هغه جنایتونه چې په عراق او سوریې کښې رامنځته شول په افغانستان کښې نه رامنځته کیږی، کېدې شی چې په افغانستان کښې داعشیان د مېنځنی ختیځ د داعش کسان نه وی او د افغانستان ځای او نور کسان وی چې د طالب، حقانی او القاعدې ډلو په شان مختلفو قالبونو کښې وو او اوس یې له داعش سره بیعت وکړ. اصل څیز تکفیری افراطی فکر دے چې امریکه یې د سعودی په مرستې او له دغو مختلفو ډلو څخه په استفادې سره تشکیلوی چې کله د القاعدې، کله د طالب، کله د النصره او کله هم د داعش په نامې سره فعالتونه کوی.

دا چې نن د افغانستان د ځینو خلقو او واکمنانو لخوا په فاطمییونو باندې نیوکې کیږی د افغانستان د ولسی جرګې د غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی د وېنا له مخې وړومبې خو دوی د امریکې او سعودی په تحریکولو او هڅولو سره دا کار کوی(یعنې په فاطمییونو باندې نیوکې کوی)  چې په سوریې کښې یې د خپلې پروژې یعنې داعش د ماتې یو عامل ؤ او اوس لګیا دی د خپلې پروژې د ماتې انتقام له نورو افغانانو اخلی، دویم دا چې کوشش کوی چې هغه شان منصوبې چې په سوریې کښې د داعش په خلاف عملی شوې او نتیجه یې ورکړه په افغانستان کښې عملی نه شی، دریمه دا چې د هغو افغانانو پوهه او بصیرت چې په فاطمییونو باندې نیوکې کوی ډېر ټیټ دے، هغوی د یوې پرګنې اعتقادات نه درک کوی، ګمان کوی چې هغه افغانان چې د فاطمییونو په قالب کښې لاړل او په سوریې کښې د داعش تفکیریانو په خلاف وجنګېدل، د مالی او دنیوی ګټوپه خاطر وو، خو په اصل کښې خبره داسې نه ده بلکه هغوی له خپلو دینی ارزښتونو او مقدساتو څخه د دفاع لپاره د خپلو اعتقاداتو په خاطر لاړل او د داعش په شان فتنې سره وجنګېدل.

----------

 

Jan 13, 2018 13:53 Asia/Kabul
کمنټونه