• امریکې په ننګرهار کښې دیارلس بیګناه ملکیان ووژل

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم په مهمند دره کښې پر معترضو خلکو د امریکې د بې پایلټه الوتکو حمله تاییده کړه.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې په شتون باندې پر معترضو خلکو د امریکې د بې پایلټه الوتکو د حملې له امله دیارلس تنه ووژل شول.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د امریکې بې پایلټه الوتکو د افغانستان د ختیځ اچین ولسوالۍ په مهمند درې کښې په هغو خلکو حمله وکړه چې په دغه ولایت کښې یې د داعش ترهګرې ډلې په شتون اعتراض درلود. په دغې حملې کښې دیارلس ملکي افغانان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء ا... خوګیاڼي هم په مهمند دره کښې پر معترضو خلکو د امریکې د بې پایلټه الوتکو حمله تاییده کړه.

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر ډیره موده مخکښې په دغه ولایت کښې له داعش ترهګرې ډلې د امریکايي پوځیانو د ملاتړ خبر ورکړی و.

 

Jan 13, 2018 16:10 Asia/Kabul
کمنټونه