• افراط پالنه او تاؤتریخوالی د ټولو لپاره ګډګواښ دی

سید حسین فاضل آغاسنچارکی ویلی دی ، یوه هیواد هم له ترهه ګرۍ ، لښکر کشۍ او پوځی برغلونو څخه په استفادې سره هیڅ ګټه نه ده کړې او بیا به ئې هم ونه کړی .

ایرناخبری اژانس راپورور کړ  د افغانستان د  کلتور مرستیال وزیر  سید حسین فاضل آغا سنچارکی  نن  په تهران کې د  آسیائی  کلتوری  خبرواترو په لومړنۍ غونډې کې  د دغې غونډې  په کوربتوب د اسلامی ایران په قدرونې سره  دا ،  د سیمې اوګاونډیو هیوادونو لپاره یو غوره فرصت وباله  چې   په خبرواترو اوتعامل سره  دلازیات  پیوستون، یوزړتوب او  یوموټی کیدا په لور لاړشی . 

 هغه ووئیل  دنړۍ دملتونو  تاریخی تجروبې ښودلې ده چې  تعامل ، کلتور او ګډو کلتوری ارزښتونو  ته  له مخه کیدا او  د مفاهمې له لارې پرته بل څه  نه رامینځة کوی .

 سید حسین فاضل آغاسنچارکی  همداراز زیاته کړې ،  یوه هیواد هم  له ترهه ګرۍ ، لښکر کشۍ  او پوځی  برغلونو څخه په استفادې سره  هیڅ ګټه نه  ده کړې او بیا به ئې  هم ونه کړی .

   دآسیائی  کلتوری خبرواترو لومړنۍ غونډه نن  د  آسیا  له شلو هیوادونو  د کابو اویاؤ  پوهانو  او علمی او کلتوری شخصیتونو په شتون سره په تهران کې  پیل شو .

  په دغې غونډې کې  دتهران  پوهنتون  دنړیوالو مطالعاتو په پوهنځی کې   د :ختیځې آسیا:، دمشهد په فردوسی پوهنتون کې   د : هند براعظمګی کمیشن ، او  دمازنداران  په بابلسر کې  مینځنۍ آسیا اوقفقاز  کمیشن ،په عنوان سره  درې سیمنارونه   به تر درو ورځو پورې ترسره شی .

 

Jan 13, 2018 17:43 Asia/Kabul
کمنټونه