• دافغانستان به غور ولایت کې دحزب اسلامی او طالبانو ترمینځ سخته جګړه شوې

دافغانستان دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار څه موده مخکې دیوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو ملاتړ و غوښتی وو ، د طالبانو او داعشیانو ترمینځ دنښتې په بڼه کې دې له داعش ډلې ملاتړ وکړی .

 زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ   د غور ولایتی شورا  مرستیال  عبدالرحمان عطشان  نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،   په غور ولایت کې د  حزب اسلامی  ګوند او د طالبانوډ لې د وسلوالو ترمینځ  په  نښتې کې  د جهان شیر په نامې سره دحزب اسلامی  یو قوماندان  ټپی شوی او دهغه دوه زامن  هم وژل شوی دی.

 دغور  د والی ویندوی   عبدالحئ خطیبی  هم   دغه نښته او د حزب اسلامی دقوماندان  او دهغه د دوو زامنو وژ ل کیدل تائید کړی دی . 

 له دې مخکې هم  دبغلان ولایت ځای  چارواکو    له طالبانو سره دحزب اسلامی د وګړو د نښتې خبر ورکړی ؤ چې  په هغې  کې هم  د دوا ړو ډول  درې ځای قوماندانان وژل شوی وو .

 دافغانستان دحزب اسلامی  مشر ګلبدین حکمتیار  څه موده مخکې  دیوې اعلامیې په خپرولو  سره  له خپلو ملاتړ و غوښتی وو ، د طالبانو او داعشیانو ترمینځ  دنښتې په بڼه کې دې له داعش ډلې ملاتړ وکړی .  

 

ټیګونه

Jan 13, 2018 20:50 Asia/Kabul
کمنټونه