• کابل ته د ملګروملتو دامنیت شورا د پلاوي سفر

دغه شان پلاوی به ،چې په هره سویه وی ،څرنګه د افغانستان او سیمې مشکلات او امنیت وسپړی،چې له هوائی ډګره ئې تر دربارونو پورې سخته ساتنه شوی ، د ولسمشرۍ ماڼۍ ته یا د چورلکو په وسیله منتقلیږی او یا هم د ماین ضدګاډو په وسیله . ا شر ف غنی او ډاکټر عبدا... عبدا...به چې د دغه پلاوی په وړاندې ناست او دخپل نیم بند حکومت بریاوې به ورته شمیری،نو له هغو مشکلاتو اوستونزو به څرنګه خبریږی،چې د افغانستان عام ولس ورسره لاس او ګریوان دی ؟

دملګروملتو  دامنیت شورا څو کسیز پلاوی پرون   په څو ورځنی سفر دافغانستان کابل ته تللی څو د دغه هیواد  د امنیتی حالاتو او وروستیو بدلونونو او دغه راز د جنګ دختمولولپاره  له افغان چارواکو سره لیده کاته وکړی .

 زمونږخبریال  دکابل چاپ ویسا ورځپاڼې  له قوله رابور راکړی ،  دملګروملتو دامنیت شورا   دغه پلاوی  چې  په ملګروملتو کې  د قزاقستان سفیر   ئې مشری کوی ،  له افغان چارواکو سره لیده کاته کوی ،  دافغانستان او سیمې  مشکلات او ستونزې ارزوی  اوسپړی ئې ، په تیره بیا  هغه  شکایتونه به وارزوی چې  افغانستان    دپاکستان له خوا دتوغندوی حملو په باب  امنیت شورا ته    وړاندې کړی  وو.  افغانستان ته دامنیت شورا د دغه پلاوی سفر ،که  له هر پلوه  وسپړل شی ،  له تبلیغاتی  اوتشریفاټی شور ماشور  پرته بل هیح ارزښت نه لری ، په داسې حال کې چې  دغه پلاوی ،  دافغانستان دولسمشرۍ  د ماڼۍ له دیوالونو دننه ،  په آرامښت او کراری کې  ناست  او  دکابل   ښار زیاتره لارې اوکوڅې  د امنیتی تدبیرونو په خاطر تړل شوی وې .  خو  باؤر   او هیله داده ، چې   افغان  چارواکو  دخپلو  صلاحیتونو اوفعالیتونو  په اساس  دغه پلاوی ته دومره  غوښتنې او  مشکلات ښودلی وی ، چې   د دغه پلاوی لپاره به ئې  دافغانستان د امنیتی وضعیّت د ارزولو  اوڅیړلو لپاره  هیڅ نه وی پریښودلی او په دې باب به فکر کول هم چټی وی . باید دې پوښتنې ته په صادق زړه سره  ځواب ووئیل شی ، چې  دغه شان پلاوی به  ،چې  په هره سویه وی ،څرنګه د افغانستان اوسیمې   مشکلات اوامنیت  وسپړی ، چې  له هوائی ډګره ئې  تر دربارونو پورې سخته ساتنه  شوی ،  دولسمشرۍ ماڼۍ ته یاد چورلکو په وسیله  منتقلیږی  او یا هم   د ماین ضد ګاډو په وسیله . ا شر ف غنی او ډاکټر عبدا... عبدا... به چې  د دغه پلاوی  په وړاندې ناست  او دخپل  نیم بند حکومت بریاوې به ورته شمیری ، نو  له هغو مشکلاتو اوستونزو به څرنګه خبریږی ، چې  دافغانستان عام ولس   ورسره لاس او ګریوان دی ؟

 پر دې سربیره ، ملګری ملتونه چې  دامریکا په رحم  او کرم   او مالی مرستو تکیه لری،څرنګه به  دهغو ویرو او حشتونو په باب چې  په افغانستان او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  شته ، ارزونې وکړی  چې   دامریکا پوځ  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمو رامینځةکړی او یا ئې رامینځةکوی ؟

  دغو واقعیتونو ته په پام سره  افغانستان  ته د ملګروملتو دامنیت شورا  دپلاوی دغه سفر  یوازې  پروپیګنډیز کمپاین  دی  چې ګواکې  نړیواله ټولنه  له افغان ولس سره خواخوږی لری او  له بده مرغه ،  دافغانستان زیاتره رسانۍ،  چې نیغ  په نیغه  د لویدیځی هیوادونو  دحکومتونو دبودجو له خوا  ئې  مالی مرستې کیږی ،  دلویدیځ رسانه ای سیاستونه  اعمالوی ، او یا  د آزادو رسنیو په نامې سره   په غیر مستقیم ډول   له سفارتونو  مالی مرستې  ترلاسه کوی ، دوی هم   افغانستان ته د امنیت شورا د پلاوی د سفر  په څیر  په موقعو   دمسئلو په اړه  یوه کاذبه فضا  رامینځةکوی .  حقیقت دادی چې   دافغانستان اوسیمې برخلیک  اوس  دامریکاد جنګی سټراټژۍ تر اغیزو لاندې  ورغلی دی ،  هره شیبه  چې تیریږی ،  افغانستان ا و  سیمه  دیوه   خطرناک او پیچلی  وضعیّت په لور  کاږل کیږی ،  نو خدای دې خبر وکړی ، چې  وجدان به کله ویښ شی  چې  له انسانیّت سره  د دغه لوئې جفا  په ضد   چغې پورته  کړی .؟

(لیکوال : عاشق حسین طوری )

 

ټیګونه

Jan 15, 2018 13:37 Asia/Kabul
کمنټونه