• عبدالله عبدالله په افغان ولسمشر نیوکه وکړه

د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د اجرائی شورا مشر وویل: د اقتدار انحصار او د فېصلو تمرکز په دغه هېواد کښې یو لړ مشکلات رامنځته کړی دی.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې عبدالله عبدالله په کابل کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا له لوړ رتبه پلاوی سره په خبرو اترو کښې تاکید وکړ: د ملی وحدت د حکومت د تشکیل له وخت نه د ښې حکومت دارۍ او اصلاحاتو په زمینه کښې یو لړ فرصتونه له لاس تلی دی.

هغه همدارنګ د انتخاباتو او په انتخاباتی کمېشنونو کښې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په اړه هم وویل: د ملی وحدت حکومت د بدو انتخاباتو په نتیجه کښې تشکیل شو چې مشکلات هم له ځان سره لری خو افغان حکومت په ټاکلی وخت د پارلېمانی،ولایتی شوراګانو او ولسمشرۍ د انتخاباتو په کولو ژمن دے.

له دې مخکې افغان ولسمشر اشرف غنی هم د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پلاوی په کتنه کښې ویلی وو چې دغه هېواد په وروستیو دریو کلونو کښې د مرکزی اېشیا له هېوادونو او روسیې، چین او ایران سره هم په سیمه ایزو او اقتصادی تعلقاتو کښې ښې لاسته راوړنې لرلې دی.

د ملګرو ملتو د امنیت د شورا یو پلاوے پرون د افغانستان د حالاتو د څېړنې لپاره کابل ته لاړ.

 

ټیګونه

Jan 15, 2018 18:17 Asia/Kabul
کمنټونه