• ذ افغانستان په ختیځ کښې یویشت داعشی تکفیریان ووژل شول

د ننګرهار د والی ویاند د افغانستان په ختیځ کښې د داعش تکفیری ډلې د لسګونو عناصرو د هلاکېدو خبر ورکړ.

د شین هوا خبری اژانس د رپوټ له مخې عطاء الله خوګیاڼی وویل د ننګرهار ولایت د اچین او شیرزاد په سیمو کشې د داعش د پټېدو په  ځایونو باندې د افغان امنیتی ځواکونو په بېګانۍ هوائی حملو کښې د دغې ډلې ۲۱ عناصر ووژل شول.

هغه زیاته کړه په دغو حملو کښې د دغې ډلې زیات شمېر وسلې او جنګی سازوسامانونه هم تباه کړې شول.

د عثمان او عباس په نامو د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د دوو سرغنه ؤ مړی هم په وژل شویو کسانو کښې لیدل کیږی.

 

 

ټیګونه

Jan 16, 2018 13:03 Asia/Kabul
کمنټونه