• ایا د افغانستان د جنگ د اصلی علتونوپه ارتباط د اشرف غنی نظر سم دې؟

له دې سره سره چی له یوې خوا د امریکا ولسمشر ټرمپ او بل پلوه افغان دولت په پاکستان سختې نیوکی کوی او دغه هیواد د افغانستان د جنګ د دوام د اصلی عامل په توګه معرفی کوی ، خو د امریکا ځینې دولتی او پوځی چارواکی له پاکستانه دلجوی کوی

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د افغانستان  ولسمشر اشرف غنی د ملی کانفرنس د پاې په دستورو کی چی د ځوانانو او میرمنو د مدنی ټولنې لخوا په افغانستان کی د سولې په موضوع جوړشوی وو ، وینا وکړه او ویې ویل چی ترهه ګرې ډلې او له پولې وراخوا مجرم اورګانونه خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره  په افغانستان کی د جنګ د دوام سبب دی . هغه زیاته کړه په افغانستان کی روانه جګړه  ، د افغانانو جګړه نده  بلکې په افغانانو جنګ تپل شوی دی . اشرف غنی همداراز په افغانستان کی له پولو وراخوا مجرم اورګانونه  د دغه هیواد یوه بله ستونزه وبلله  او ویې ویل چی حاضر دمه د نشه ایزو موادو په تجارت کی په سلګونو  میلیارډه ډالره په جریان کی دی . اشرف غنی همداراز طالبانو ته په خطاب کی له هغو وغوښتل چی د بین الافغانی خبرو اترو ته چمتو شی  او خپل اختیار  دې ګاوڼدی هیواد (پاکستان ) ته نه ورکوی  ځکه چی دغه هیواد نه غواړی په افغانستان کی سوله راشی  او دسولې په بهیر کی تاسو لپاره داسې مسایل بیانوی چی د افغانستان د خلکو لپاره د منلو ندی . اشرف غنی همداراز پاکستان ته په اشارې سره وویل مونږه پاکستان په لور د  هر اړخیزو خبرواترو لاس اوږدوو او هیله من یو چی پاکستان له لوری هر اړخیزه  ځواب ترلاسه کړو ځکه چی افغانستان او پاکستان په ګډه  د سیمې د هوساینې سبب کیدلې شی .

دا په داسې حال کی دی چی د افغان دولت لوړرتبه چارواکو  د ملګرو ملتو د امنیت شورا د هغه ۱۴ کسیز پلاوی په وروستۍ سفر کی چی د افغانستان د امنیتی وضعیت د جاجولو لپاره کابل ته سفر کړی وو ، نوموړی پلاوی ته په ډاګه ویلی وو چی په افغانستان کی د جنګ د دوام اصلی علت ، پاکستان دې چی د افغانستان وسله والو مخالفینو ته یې پناه ورکړی ده او د هغو ملاتړ کوی .

د افغان دولت اجرایی مشر عبد ا... عبد ا... هم وایی  چی د پاکستان د تورونو د اثبات لپاره یې  نوموړی پلاوی ته کافی شواهد او اسناد وړاندی کړی دی  . لکه څرنګه چی په ملګرو ملتو کی د امریکا استازۍ میرمن نیکی هیلی چی په نوموړی پلاوی کی د یوې غړۍ په توګه شامله وه ، له کابله ، امریکا ته ستنیدا وروسته  له خبریالانو سره په خبرو کی وویل افغان دولت غواړی چی په پاکستان نړیوال دباونه زیات شی تر څو طالبان خپلې رویې بدلولو او دسو لې په خبرو کی ګډون ته مجبوره کړی .ویل کیږی چی امنیت شورا نن د افغانستان د امنیتی وضعیت جاج اخلی او په دې هکله بحث کوی .

له دې سره سره چی له یوې خوا د امریکا ولسمشر ټرمپ او بل پلوه افغان دولت په پاکستان سختې نیوکی کوی او دغه هیواد د افغانستان د جنګ د دوام د اصلی عامل په توګه معرفی کوی ، خو د امریکا ځینې دولتی او پوځی چارواکی له پاکستانه دلجوی کوی . د امریکا د خارجه وزارت  یوی لوړ رتبه چارواکۍ میرمن ایلس ویلز اسلام اباد ته په خپل دوه ورځنۍ سفر کی  له پاکستانی چارواکو سره جلا جلا کتنې درلودلی دی او په دغو کتنو کی یې جوته کړی ده چی امریکا غواړی له پاکستان سره په نویو لیکو اړیکی ټینګی کړی ، خو په عین حال کی یې په پاکستان کی د ترهه ګرو ډلو او حقانی شبکې پرضد په جدی اقداماتو ټینګار وکړ .له دې مخکې د امریکا لوړ رتبه چارواکو  د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوا سره په خبرو کی هڅه کړی ده چی د امریکا او پاکستان په اړیکو کی رامینځته شوی وضعیت چی پاکستان پرضد دټرمپ د خبرو په نتیجه کی رامینځته شوی ، کڼترول او ترمیم کړی ، لکه څرنګه چی د امریکا د پوځ لوی درستیر جنرال جوزف ډانفورډ  چی له جرنال باجوا سره یې ټیلی فون تماس ټینګ کړی وو ،  له باجوا سره د امریکا او پاکستان ترمینځ د اړیکو د ښه کیدا ژمنه کړی ده . د امریکایی چارواکو دغو دلجویانو ته په پام سره داسې ښکاری چی امریکا په لټه کی ده چی پاکستان د سیمې په سترو لوبو کی له لاسه ورنکړی او هماغه راز له دغه هیواده د خپل سټراټیجیک متحد په توګه استفاده وکړی او د اکثرو کارپیژاندو په باور ، په پاکستان د امریکا اوسنی دباونه د افغانستان د جنګ په خاطر ندی بلکې د چین او پاکستان د هغه اقتصادی کوریډور په خاطر دی چی امریکا یې د خپلو ملی ګټو پرضد بولی او همداراز امریکا ر وسیې ته د پاکستان له ډیر نږدی کیدو او د چین ، ایران او روسیې په ګډون  د یوه امریکایی ضد ایتلاف له جوړیدا اندیښنه لری ، دلته دا پوښتنه  مطرح کیږی چی ایا د افغانستان دولت د امریکا په دغو لوبو نه پوهیږی ، که نه پوهیږی نو دا ډیره د خواشینۍ خبره ده چی څرنګه  یو حکومت چی هغه څه نه درک کوی چی شا و خوا یې تیریږی او که پوهیږی او هغه په اړه چوپتیا غوره کوی نو دا خو بیا له ګناه هم بدتره دې .

 

 

 

ټیګونه

Jan 18, 2018 13:59 Asia/Kabul
کمنټونه