• د افغان مهاجرینو د کورباتوب په وجه له پاکستان څخه د افغانستان قدرونه

په اسلام آباد کښې د افغانستان سفیر د افغان مهاجرینو د کورباتوب په وجه د پاکستان له خلقو څخه قدرونه وکړه.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې عمر زاخېلوال نن په یو لړ مراسمو کښې چې په خېبر پښتونخوا صوبه کښې د افغان مهاجرینو ستنېدو ته د هڅولو لپاره جوړ شوی وو تاکید وکړ، د پاکستان حکومت پکار نه دی افغان کډوال د سیاسی تاوتریخوالو قربانی کړی.

هغه وویل: د حکومتونو د تعلقات خپل مقام محفوظ دے او په د دواړو هېوادونو د سیاسی تعلقاتو په لوړو ژورو کښې پاکستان کښې په افغان مهاجرینو باندې دباو راوړل یو ناسم سیاست دے.

دغه افغان سفارتکار همدارنګ له افغان مهاجرینو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستنېدو ته دې تیار شی.

د کابل او اسلام آباد ترمېنځ د تاوتریخوالو له زیاتېدو وروسته د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د وتلو لپاره افغان مهاجرینو ته د جنورۍ د میاشتې تر ختمېدو پورې مهلت ورکړے دے.

افغان حکومت او ملګرو ملتو د دغه موضوع په ردعمل کښې له اسلام آباده وغوښتل چې د روان میلادی کال تر آخره پورط دې د مهاجرینو د اقامت مهلت تمدید کړی خو د پاکستان د ملی امنیت کمېټۍ د افغان مهاجرینو د اقامت د مهلت د تمدیدېدو دغه غوښتنه رد کړه.

 

ټیګونه

Jan 18, 2018 21:43 Asia/Kabul
کمنټونه