• په كانټيننټل  هوټل حمله ؟ څو پوښتنې او اندېښنې

دا دوه حالته ثابتوي. يا دا چې امريكايي چارواكي د بريد په پلان كې په يو ډول لاس لري او لږ تر لږه استخباراتي معلومات لري، كه دوهم صورت وي دوى افغان لوري ته د خبر او يا د بريد په شنډولو كې كوم رول ولې نه دى ترسره كړى؟

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم  په کابل کې پر انټركانټيننټل هوټل  د خالی په شپه  حملې چې ۱۶ له  ساعتونو زياته يې دوام وكړ وښودله چې د افغانستان د وضعیت په اړه هم امريكايان او هم افغان چارواكي له خلکو سره صداقت نلری .

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په پلاوي كې راغلی امريكايۍ میرمن  نيكي هيلي له كابله چې بېرته ستنه شوه  نو ویې ويل افغانستان په سم لوري روان دى. پروني بريد وښودله چې افغانستان لا هم په ماتمونو كې ډوب دى او هېڅكله هم دا سم لورى نه دى او د هغې دروغ یې ثابت کړل .

د افغانستان  ولسمشر غني په شمول امنيتي چارواكي په دې وروستيو كې دغه ادعاګانې  ډېرې تكراروي چې د افغانستان  ځواكونه پياوړي شوي او دښمن له پښو لوېدلى دى. پر كانټيننټل وروستي بريد وښودله چې خبره برعكس ده.

دا چې د دغه بريد مرګ ژوبله او مالي زيانونه څومره درانه دي، تر اوسه پورې كره خبره نشي كېداى. له بده مرغه  افغان دولتي سرچينې حقايق پټوي او هڅه كوي چې د انساني مرګ ژوبلې او نورو زيانونو كچه كمه وښيي، خوافغان  ولس ښه پوهېږي چې دوى له څومره لويې بدمرغۍ سره مخ دي، يوه لور ته يوه بې تعريفه استخباراتي جګړه چې د دوست او دښمن پېژندل پكې ګران دي، بل لور ته يوبې همته ،  بې كفايته  او په امریکا بشپړه متکی حکومت  د دوى پر برخليك مسلطه دې ، لکه څرنګه چی افغان ولسمشر اشرف غنی څه موده مخکې له سی بی ایس ټیلی ویژیونی چینل سره په مرکه کی په ډاګه وویل چی که د امریکا مرسته نه وی نو شپږ میاشتې هم دوام نشو درلودلې او د امنیتی عسکرو تنخواګانې نشی ورکولې  . واقعیت دا دی چی داسې حکومت چی اصلی هدف یې یوازی د خپلو وړکوټو هدفونو او څوکیو ساتل وی چی د قدرت په جزیرو ویشل شوی وی نو څه هیله ترې کیدلې شی .

حقیقت دا دى چې پر كانټيننټل وروستى بريد او تر دې وړاندې چې كوم بريدونه شوي دي، دا ثابتوي چې افغانستان  په يوه لويه توطيه كې ښكېل دى، دغه بريدونه دومره پېچلي دي كه نه، خو د افغان دولت  پاشلى او بې كيفيته حالت ډېر ښه ثابتوي. دلته څو ټكيو ته اشاره اړينه بولو:

1_ د امريكا سفارت دوې ورځې وړاندې خپلو كاركوونكيو ته خبردارى وركړى چې په كابل كې پر كوم هوټل بريد كېږي، بايد دوى پام وكړي او و نه ځي، دغه خبردارى ريښتيا شو. دا دوه حالته ثابتوي. يا دا چې امريكايي چارواكي د بريد په پلان كې په يو ډول لاس لري او لږ تر لږه استخباراتي معلومات لري، كه دوهم صورت وي دوى افغان لوري ته د خبر او يا د بريد په شنډولو كې كوم رول ولې نه دى ترسره كړى؟

 

۲_ دا چې افغان  ولسمشر اشرف غنی  او د امنيتي ارګانونو مسوولين هره ورځ رجزونه تكراروي چې امنيتي ځواكونه پياوړي  شوی دي. خصوصي كمپنۍ ته ولې بيا د پښې ځاى پيدا شو؟ لکه څرنګه چی د نوموړی هوټل د امنیت د تامینولو مسولیت یوه بهرنی امنیتی شرکت ته سپارل شوی وو .

۳_ د بريد له پيله امنيتي مسولينو په تیره بیا  د افغانستان د كورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش رسنيو ته سم معلومات ورنکړل  هر هغه څه  چې ویلی یې وو ، بیا وروسته دروغ ثابت شول ، دا چاره د مرګ ژوبلې او نورو زيانونو د پټولو هڅه ښيي، خو زيان يې بيا ډېر لوى دى،  او ولس پر چارواكو بې باوره كوي چې بيا د باور فضا ډېره په ګرانه اعاده كېږي.

كه حكومت او چارواكي له ولس سره مخلص وي بايد حقايق ورڅخه پټ نه كړي، خو  له بده مرغه په افغان حکومت کی  کسان شته  چې هغوى له خپلو خلکو زیات  پر بهرنيانو تكيه لري. د افغانانو  ډېره ستره بدمرغي ده او  پايله يې دا چې وخت پر وخت د کانټیننټل د بريد په څېر غميزې تكرارېږي.

 

Jan 22, 2018 12:54 Asia/Kabul
کمنټونه