• افغان حکومت د امنیت د ټینګولو توان نه لري

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د غزني ولایت استازي په دغه هیواد کښې د امنیت په ټینګولو کښې د حکومت په ناتوانۍ نیوکه وکړه.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې عارف رحماني په کابل کښې وروستیو ترهګرو حملو ته په اشارې سره وویل: د قومي تعصباتو په وجه ناتوانه او غیرمتخصص کسان د افغانستان د امنیتي ارګانونو په لوړو څوکیو ګمارل شوي دي چې له امله یې په هیواد کښې ناامني ورځ تر بلې زیاتیږي.

د ولسي جرګې دغه غړي زیاته کړه: د افغانستان د حکومت دا کړنلاره او په امنیتي ارګانونو کښې په مختلفو کچو رامینځته شوي بدلونونه د ولسي جرګې د استازو د اندیښنې سبب شوي دي.

په همدې تړاؤ، د افغانستان د پوځ متقاعد جنرال عتیق ا... امرخیل هم وویل: اداري فساد، کمزوری مدیریت او د افغان مشرانو ترمینځ داخلي اختلافات په افغانستان کښې د ترهګرو بریدونو په مخنیوي کښې د امنیتي ارګانونو د ناتوانۍ سبب شوي دي.

په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو لپاره د دغه هیواد د حکومت په ناتوانۍ نیوکې په داسې حال کښې دي چې د ۱۴ زرو امریکایي ځواکونو په شمول کابو ۱۷ زره بهرني پوځیان په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو په ادعا سره په دغه هیواد کښې دیره دي.

 

Jan 23, 2018 21:46 Asia/Kabul
کمنټونه