• افغانستان د امپراتوریو قبرستان

بلاخره هم دا مریکا پوځی چارواکو ومنله چې افغانستان د امپراتوریو قبرستان دی ، خو بیا ئې وئیلی دی ، امریکا افغانستان ته په استعماری نیّت سره نه ده ورغلې ، په داسې حال کې چې انګلتسان او پخوانی شوروی هم همدغه شان نغارې غږولې .

 زمونږخبریال راپور راکړی ،  دامریکا جنګ وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، امریکا نیّت  لری ،  په ۲۰۱۸کال کې  په افغانستان کې  په بیلابیلو زمینو کې پنځه څلویښت میلیارډ ډالر ولګوی  چې له هغو   په افغانستان کې دیره د امریکائی  عسکرو لګښت ،  پنځه  میلیارډ ډالر د  افغان ځواکونو ، اوه سوه اتیا میلیون ډالر  داقتصادی مرستو  په توګه  دی او  نوره پیسې به   هم دمهماتو اوتجهیزاتو په لوجسټیکی  چارو خرڅ شی .

               دامریکا جنګ وزارت  له دې مخکې هم وئیلی وو چې  د بی -۵۲ډوله جنګی الوتکو او دبې پیلوټه الوتکو بمبارۍ اوحملې به   زیاتې شی .

ډیری شناندی او کارپوهان وائی ، دغه چاره ښئ   په روان میلادی کال کې به د  تودوخې په  ګرمیدا سره  په افغانستان کې جنګ نوره هم  زیات شی ، لکه څنګه  چې د امریکا له نوی سټراټژۍ   هم همداشان بوی  پورته کید، چې  دوی به یوازې دجنګ پر دوام اوزیاتیدامتمرکز وی.اوپه همدې خاطردپنځه څلویښت میلیارډ ډالری لګښت اوبودجې  زیاتربرخه هم  پوځی چارو ته  بیله  شوې ده .

په دې باب د تهران ریډیو پښتو خپرونې  دافغانستان  دعلومو په اکاډمۍ کې  د  افغان دایرة المعارف برخې  دمسئول مدیر   استاد حبیب ا.. رفیع  نظر د ټیلیفون له لارې  پوښتلی ، چې هغه هم په ځواب کې  ووظیل  امریکا  له بی -۵۲ډله لوتکو  د جبهې د جنګ   لپاره  استعمالوی . په داسې حال  چې  په افغانستان کې جنګ  جبهه ای نه دی ،،بلکې  دخلکو ترمینځ دی . وسله وال مخالفانو په خلکو کې ژوند کوی ، لکه څنګه چې په تیرو شپاړسو کلونوکې   ئې  د طالبانو او القاعدې  په نامې سره  تل بې ګناه خلک قتل عام کړی  او اوس به هم  دامریکا دنوی سټراټژۍ  قربانیان ، یوازې   عام خلک  وی ، ځکه  وسله وال  مخالفان   له چریکی حملو وروسته  په هغه ځای کې نه پاتیکیږی ،په تیره بیا  دا چې اوس    لازیاتې ځان مرګی حملې کوی  او هم  دمخالفانو په دغو ځان مرګو حملو کې   او هم د امریکایانو په ړندو بمباریو کې  یوازې  دافغانستان بې دفاع اوبې څوکه ولس  قتل عام کیږی .  ښآغلی رفیع   همداراز  دامریکا نوی پوځی  سټراټژۍ ته په اشارې سره چې  د دغه هیواد دفاع وزیر جیمز ماتس  په ډاګه وئیلی دی ، له چین اوروسیې سره  په مخامخیدا  متمرکزه ده ،وئیلی دی ،  حقیقت دادی ، هغه میلیارډی بودجه چې  امریکا ئې  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه اعلانوی ،  یا مدعی ده چې  په تیرو شپاړسو کلونو کې ئې  دافغانستان په جنګ کې  یو ټریلیّن ډالر لګولی دی ،  له ترهه ګرۍ  سره دمبارزې لپاره   نه  وه ، بلکې  په سیمې کې دسپیرو موخو او  د روسیې ، چین په شاان  له سترو قدرتونو سره  دمقابلې لپاره  وه . 

باید ووئیل شی ،  دامریکا دسمندری ځواک  قوماندان جنرال  چوک لک   په یوه  بریښنالیک  یا ایمیل کې   دامریکا په اصلی نیّتونو اعتراف کړی دی ، چې لیکلی ئې دی ،  ډیرو هڅه  کړې ، خو یو  هیواد   هم  د افغانستان په نیولو کې بریالی شوی نه دی ،  او مونږبه  (امریکابه ) هم    دهغو هیوادونو په لیسټ کې  وو چې  په دغه کار کې ناکامه شوی  دی .

 جالبه  ده چې  دامریکا دمشرانو جرګې یوه  جمهوری غواړی سناتور    واټر جونز  د دغې جرګې  په  غونډې کې  له خپل د فاع وزیر جیمز ماتیس څخه پوښتنه کړې ،  چې آیا د جنرال چوک لک  له ایمیل سره  موافق یاست ؟ ، نو جیمز ماتس  ورته په ځواب کې وئیلی دی ،  ممکنه  ده  افغانستان دامپراتوریو قبرستان  وی ، خو  امریکا   افغانستان ته  په  استعماری نیّت سره نه ده ورغلې  او یوازې غواړی ،  دامریکا ولس ته  ډاډ ورکړی  چې ،   دستمبر  یولسې پیښې به بیا تکرار نشی . خو باید ووئیل شی ،  چې  دانګلستان امپراتورۍ هم   په نولسمې  پیړۍ کې  او دشوروی امپراتورۍ هم  په شلمې پیړۍ کې    همدغه نغارې غږولې  چې دوی دافغانستان دنیولو نیّت نه لری  او   دافغانستان د وخت  له حکومتونو سره  ئې د تړونونو په اساس  په دغه هیواد  لښکر کشی کړې ده . ،  هماغه لښکر کشۍ  چې  لامل شوی ،  دانګلستان او روسیې   امپراتورۍ  په افغانستان کې  خاورو ته وسپارل شی  او  هیڅ شی  په لاس ورنشی .  

(لیکوال عاشق حسین  طوری )

 

Feb 08, 2018 15:05 Asia/Kabul
کمنټونه