• د امریکا پخوانی دفاع وزیر په افغانستان کې د ناامنۍ په دوام اعتراف وکړ

چاک هیګل ویلی دی امریکا د افغانستان د سولې او امنیت د ټینګولو وس نلری او دغه هیواد ته ارامښت نشی ورستنولې .

 

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم چاک هیګل وویل له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان د امریکا له حملې راهیسې د دغه هیواد حالات ورځ په ورځ بدتره کیږی او د جنګ لمن هم پراخه شوی ده .

چاک هیګل ویلی دی امریکا د افغانستان د سولې او امنیت د ټینګولو وس نلری  او دغه هیواد ته ارامښت نشی ورستنولې .

د افغانستان ډیر چارواکی ، سیاسی  او مذهبی شخصیتونه  او د سیاسی چارو کارپیژاندو په ځلونو ټینګار کړی دی چی د افغانستان په جنګ کې د امریکا پوخی سټراټیجۍ ماته خوړلی ده او یوازې له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو په وتلو سره دغه هیواد ته ارامښت ستنیږی .

 

Feb 08, 2018 19:37 Asia/Kabul
کمنټونه