• ملي عزت او اقتدار  هغه ډیره مهمه مولفه وه چې دافغانستان حکومت او ملت دایران له اسلامي انقلاب څخه الهام واخیست .
    ملي عزت او اقتدار هغه ډیره مهمه مولفه وه چې دافغانستان حکومت او ملت دایران له اسلامي انقلاب څخه الهام واخیست .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان دکابینې پخوانی غړی محمد هاشم عصمت اللهی وویل د ایران اسلامی انقلاب دکلمې په واقعی معنا یو(۱) انقلاب وو چې اسلامی او ملی اقتدار او عزت یې له ځان سره درلود .

هغه دایران ملت او حکومت ته د اسلامی انقلاب دبریالیتوب  د سباوون دلسیزې په اړه مبارکۍ سره وویل دغه انقلاب نه یوازې له ا ستکبار او ظلم سره د مبارزې انګیزه لرله بلکې د ایران داسلامی جمهوریت د اقتدار او عزت سبب هم شو .

محمد هاشم وویل ملی عزت او اقتدار  هغه ډیره مهمه مولفه وه چې دافغانستان حکومت او ملت دایران له اسلامی انقلاب څخه الهام واخیست او دافغانستان خلک د اسلامی نظام دټینګولو او  له خپل هیواد څخه د شوروی د تیریګرو ځواکونو د ایستلو هڅه کوله .

 

Feb 09, 2018 06:40 Asia/Kabul
کمنټونه