• د افغانستان په جنوب ختيځ کښې د حقاني ډلې د يو سرغنه وژله

د افغانستان په پکتيکا ولايت کښې ځاي افغان چارواکو د حقاني ډلې د يو سرغنه د وژل کېدو خبر ورکړ.

د افغان غږ خبري اژانس د رپوټ له مخې په يوسف خېلو ولسوالۍ کښې د حقاني ترهه ګرې ډلې د غړيو او افغان ملي امنيتي ځواکونو ترمېنځ په نښته کښې د دغې ډلې عبدالقدوس نومې يو قوماندان ووژل شو او د هغه دوه نور ملګري ژوبل شول.

حقاني ډله په کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کښې د خونړيو حملو په ترسره کولو تورنه ده.

ويل کيږي چې د دغې ترهه ګرې ډلې لوړ رتبه سرغنه په پاکستان کښې پراتۀ دي او افغان چارواکو په ځلونو له دغې ډلې سره د پاکستان د حکومت د جدي مقابلې غوښتنه کړې ده.

خو پاکستان په ځلونو له دغې ترهه ګرې ډلې څخه ملاتړ رد کړے دے.

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 15:31 Asia/Kabul
کمنټونه