• د افغانستان په هرات کښې چاودېدونکي مواد ونيول شول

د افغانستان د هرات د والي وياند وويل: د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په هرات ولايت کښې په زياته اندازه چاودېدونکي مواد او جنګي سازوسامانونه ونيول او شنډ يې کړل.

د افغان غږ خبري اژانس د رپوټ له مخې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل، دغه اندازه چاودېدونکي مواد او جنګي سازوسامانونه په يو غټ ګاډي کښې چې د اسلام قلا  له بندر څخه هرات ښار ته ننوتلے ؤ کشف او شنډ کړل.

جيلاني فرهاد واضحه کړه چې ترهه ګرو غوښتل دغه چاودېدونکي مواد د هرات ولايت مختلفو ښارونو کښې استعمال کړي.

له دې مخکې هم د خوست امنيتي قوماندان محمد دوود امين ويلي وو چې د دغه ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کښې له چاودېدونکو موادو ډک يو ګاډے نيول شوے دے.

هغه زياته کړه طالب ځواکونو غوښتل له دغه بم اېښودل شوي موټر څخه په خوست ښار کښې د ترهه ګريزو حملو لپاره استفاده وکړي.

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 16:14 Asia/Kabul
کمنټونه