• په ننګرهار کی د داعش ډلی د سرتاوانونو او د یومهم مخالف قوماندان نیول کیدل.

د ننګرهار ولايت د والي وياند په دغه ولايت کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د سرتاوانونو او د دغې ډلې د يو مهم قوماندان د نيول کېدو خبر ورکړ.

د ننګرهار د والی ویاند عطا الله خوګیاڼي وایی په هغو هوایی او  زمکنیو عملیاتو کی چی د امنیتی ځواکونو له لورې د دی ولایت د هسکی مینی په ولسوالی کی په تیرو څلرویشتو  ساعتونو کی تر سره شوي د داعش ډلی یوولس تنه وسله وال وژل شوي او دهفوی وسلی.مهمات.د طبی درملو یوه زیرمه او همدارنګه یو پټن ځای له منځه وړل شوی دی. د والی ویاند وویل په عملیاتو کی ملکی وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلی. یادی ډلی تر اوسه په دی اړه رسنیو ته څه نه دي ویلی.

دننګرهار دوالی ویاند وویل دملی امنیت اداری موظفینو د دی ولایت په نازیانو ولسوالی کی یو مهم مخالف قوماندان صدام مشهور په خالد نیولی دی نوموړي وویل نیول شوي قوماندان منلی چی په امنیتی پوستو.ښوونځیو او.روغتیایی مرکزونو په ګڼو یریدونو کی يې لاس درلود

 

ټیګونه

Feb 09, 2018 16:25 Asia/Kabul
کمنټونه