• د افغانستان په غزني کښې د امنیتي ځواکونو په خلاف لاریون وشو

د افغانستان د غزني په قره باغ ولسوالۍ کښې سلګونو تنو د امنیتي ځواکونو په خلاف لاریون وکړ.

د افغان سرچينو له قوله لاريون کوونکو د قره باغ ولسوالۍ بازار کښې خپل دوکانونه وتړل او د حکومت په خلاف يې شعارونه ورکړل.

دوی وايي چې وړمه ورځ اربکیانو د دې ولسوالۍ د نعیم کلا یو ماشوم وواژه، تېره ورځ بیا همدې پولیسو په قره باغ بازار کې له دوکانونو په زور تېل واخیستل.

لاريون کوونکي وايي چې اربکیان په سیمه کې د ملي اردو او ملي پولیسو په ملاتړ هغه جنایتونه ترسره کوي چې دوی يې د تحمل توان نه لري.

دوی له حکومته وغوښتل چې غږ يې واوري او که د دې سیمې د اربکیانو اړوند پرېکړه ونه شي دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.

د قره باغ اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ په بازار کې له خلکو خپل موټر سایکلونه د پولیسو او اربکیانو له لوري په زور بېول کېږي او ولس په بېلابېلو نومونو ځورول کېږي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بیا دعوه کوي چې دوو تنو پخپل منځ کې جګړه کړې او دا دواړه مخکې اربکیان و، چې اوس يې دندې پرېيښې دي، د اربکیانو له لوي د خلکو وهل نه مني.

هغه د ولس ځورول، له دوکانونو په زور بې پیسو سودا وړل او د نعیم کلا د یو ماشوم وژل تکذيب کړل.

 

Feb 23, 2018 06:31 Asia/Kabul
کمنټونه