• د افغانستان  دفاع وزارت د ٧٠ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړ

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پکتيا، غزني، لوګر، کندهار، اروزګان، زابل، فراه، بادغيس، فارياب، تخار، بلخ، نيمروز او هلمند ولايتونو کې د علمياتو پر مهال وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ۷۰ وسله وال مخالفين وژلي شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پکتيا، غزني، لوګر، کندهار، اروزګان، زابل، فراه، بادغيس، فارياب، تخار، بلخ، نيمروز او هلمند ولايتونو کې د علمياتو پر مهال وژل شوي دي.

سرچينې ليکلي چې په دغو عملياتو کې د دولت نهه وسله وال مخالفين ټپيان شوي او شپږ نور نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موده کې هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۷۳ الوتنې ترسره کړې او په اوو سيمو کې يې   په وسله والو بريد ونه کړی دی

 

دافغانستان دفاع وزارت د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبان ادعا کوي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کي  یي له لسگونو دولتی عسکرو ته تلفات اړولی دی

 

ټیګونه

Feb 23, 2018 14:27 Asia/Kabul
کمنټونه