• حنیف اتمر وایی  له قطر سره د طالبانو دفتر پر تړلو خبرې کوو

ډیر شناندی دا پوښتنه مطرحوی چی د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو او لکونو افغان عسکرو په شتون سره سره ترهه ګر ولې دومره په اسانه په افغانستان کی په هر ځای کی چی وغواړی عملیات ترسره کوی

د افغانستان  د ملي امنیت سلاکار وایي چې د طالبانو د فتر د سولې لپاره ګټور نه دی ثابت شوینو ځکه یې د قطر له حکومت سره پر تړلو خبرې کوي.

هغه دغه څرګندونې سعودي عربستان ته د رسمي پر مهال له شرق الاوسط په نوم له یوې عربي رسنۍ سره د مرکې پر مهال کړې دي.

د افغانستان د  ملی امنیت سلاکار ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال تر ۵۵زره زیات ترهګر شته، چې پر څلورو ډلو وېشل شوي دي.

د نوموړي به وینا، لومړۍ ډله یې سیمه ییز سخت دریځې ډله ده چې شمېر یې تر ۳۰زرو زیات دی، دویمه ډله یې هغه وسله وال ترهګر دي چې له پاکستانه راغلي او شمېر یې د شپږو او اوو زرو تر منځ دی.

حنیف اتمر دغه راز وایي چې دريمه ډله د سیمې د هېوادونو اړوند ترهګر دي چې شمېر یې د دوو او درېو زرو تر منځ دی، څلورمه ډله یې د القاعدې په څېر نړیوال ترهګر دي چې شمېر یې له ۲۰۰ او ۴۰۰ سوو تر منځ دی او زیاتوي چې په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر تر دریو زرو پورې دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې حنیف اتمر ویلي چې د دغه دفتر د پرانيستلو اساسي موخه د سولې له پروسې سره همکاري وه.

خو د هغه په وینا، له تېرو څو کلونو تېرېدو راهیسې چې دغه دفتر پرانيستل شوی، تر اوسه یې د سولې له پروسې سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د  ملي امنیت سلاکار وایي چې د قطر له حکومت سره غواړي خبرې وکړي، څو دغه دفتر وتړل شي.

خوډیر شناندی دا پوښتنه مطرحوی چی د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو او لکونو افغان عسکرو په شتون سره سره ترهه ګر ولې دومره په اسانه په افغانستان کی په هر ځای کی چی وغواړی عملیات ترسره کوی او د بی بی سی د ورستۍ پلټنې په اساس د افغانستان په ۷۰ فیصده خاوره کی طالبانو یا کنټرول لری او یا پکې نفوذ لری .

 

Feb 23, 2018 16:03 Asia/Kabul
کمنټونه