• د غزني لاریون په پنځمه ورځ هم له کابله ورغلي پلاوي سره خبرو نتېجه ور نه کړه

د افغانستان په غزني ولایت کښې د اربکیانو پر ضد لاریون پنځمې ورځې ته وغځيد او لا هم د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

نن ټکی اسیا ویب سایټ لیکلي چې په غزني کې د اربکیانو پر ضد لاریون پنځمې ورځې ته وغځيد او لا هم د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د دې لاریون مشران وايي، چې له کابله له ورغلي پلاوي سره يې خبرو کومه نتېجه نه ده ورکړې، ځکه خو يې لا هم خپل دریځ ساتلی دی.

دغه پلاوی چې د ارګ د یو تن سلاکار محمد عالم راسخ په مشرۍ دوه ورځې وړاندې غزني ته رسېدلی دی، لا هم نه دي توانيدلي چې ستونزه هواره کړي.

په ورته وخت کې د لاریون ګډونوال وايي چې دوی د کوم قوم پر ضد غږ نه دی پورته کړی، بلکې د اربکیانو پر ضد يې غږ پورته کړی، دوی ټینګار کوي چې لاریون ته دې قومي رنګ  ور نه کړی شي.

د غزني د لاریون یو مشر نقیب خاکسار په ټولنیزه شبکه کښې لیکلي دي:«حکومت په لوی لاس غواړي په غزني کې د مېشتو قومونو تر منځ بدي رامنټخه کړي، د دې مظلومو شهیدانو قاتلان معلوم دي چې د دولت اربکیان دي، خو د نیولو لپاره يې اقدام نه کوي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا وايي چې حکومت خپل هر مخالف غږ د طالب غږ بولي او په دې ډول يې د خاموش کولو هڅه کوي.

 

ټیګونه

Mar 07, 2018 18:18 Asia/Kabul
کمنټونه