• دافغانستان لپاره  له ایران سره دوستی ډیر ارزښت لری

احمد تمیم عاصی همداراز په افغانستان کې د سولې دبهیر په باب داسلامی ایران د اصولی دریځونو هم قدرونه وکړه او د سولې دهلوځلو یوې ښې نتیجې ته درسولو لپاره ئې د ګاونډیو هیوادونو ملګرتیا ډیره مهمه وبلله .

ایرناخبری اژانس را پور ورکړ  دافغانستان  مرستیال دفاع وزیر   احمد تمیم عاصی  چې په یوه رسمی سفر ایران ته په سفر راغلی ، پرون ناوخته ئې په تهران  کې دایران له مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  له ایران سره  دوستی ډیر ارزښت لری ،ټینګار کړی ، دغه دوستی او  اړیکې  له یوه  هیواد سره هم  داړیکو له امله تر اغیزو لاندې نه ورځی .

   هغه  همداراز  تهران  دخپل سفر موخه  په راتلونکی میاشت کې  ایران ته د افغانستان دنوی دفاع وزیر  دسفر لپاره  دزمینې او  په دفاعی حوزو کې د دواړو هیوادونو دملګرتیا دنوی سپرکی  دبنسټونو  برابرول وبلل . 

  احمد تمیم عاصی همداراز   په افغانستان کې د  سولې دبهیر په باب  داسلامی ایران  د اصولی دریځونو  هم قدرونه وکړه او  د  سولې دهلوځلو  یوې ښې نتیجې ته  درسولو لپاره ئې د ګاونډیو هیوادونو  ملګرتیا ډیره مهمه وبلله .

عباس عراقچی  هم په دغې کتنې کې ، د دوو ملتونو  د ورورګلویزو  او ژورو پیوندونو، بیلابیلو  مشترکاتو ا و  دوو  ا ړخیزو  دفاعی ملګرتیاؤ  دنوی سپرکی   دپرانیستلو لپاره  دافغان  ولسمشر  ځیرتیا اولارښونې  ته په اشارې سره ،  د دواړو  هیوادونو  سوله ،امنیت اوثبات  ، نه انکاریدونکی او ډیر مهم وبلل .  داسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر روښانه کړې  دتهران له نظره ، له افغانستان سره   اړیکې ،   له نورو هیوادونو سره  د دوو هیوادونو له  اړیکو او روابطو   نه اغیزمنې کیږی . هغه  همداراز د  ګډو ګواښونو  په تیره بیا دترهه ګرۍ  ګواښ شتون ته په اشارې سره   له دغو ګواښونو سره  د مقابلې لپاره د  دوواړخیزو نزدو ملګرتیاؤ   په ضرورت ټینګار وکړ او  هیله ئې وښودله  چې  د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې   سوکه سوکه   په لوړو سویو  دملګرتیا لامل شی .

 

Mar 08, 2018 05:34 Asia/Kabul
کمنټونه