• په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله  کې د پاکستاني طالبانو مهم مشران وژل شوي

بلخوا د کونړ ولايت ځينې سرچينې وايي چې دغه بريد د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ډلې پر يوه مهم مرکز ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د مشر ملا فضل الله زوى عبدالله هم وژل شوى دى.

زمونږ خبریال راپور راکوی د افغانستان  دفاع وزارت وايي چې په کونړ ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په  هوايي بريد کې کابو 27 وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په دغو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د زوى په شمول  ګڼ شمېر مهم مشران وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت نن په یوه بیانیه کې ویلی دی  تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې د شلطن ولسوالۍ د چنار بانډې سيمې په چوګام کلي کې د وسله والو مخالفينو پر يوه پټنځاى بريد کړى دی.

سرچينې زياته کړې چې په دغو بريدونو کې 27وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى وسلې او وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان  دفاع وزارت ويلي، هغه ترهګرې ډلې چې له ترهګرۍ لاس وانه خلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى نه شي، همدا ډول به له منځه يووړل شي.

بلخوا د کونړ ولايت ځينې سرچينې وايي چې دغه بريد د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ډلې پر يوه مهم مرکز ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د مشر ملا فضل الله زوى عبدالله هم وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په وژل شویو کې د دې ډلې ګڼ شمېر نور مشران او ځانمرګي بريدګر هم شامل دي.

راپورونه وايي چې په دغو بريدونو کې د استاد ياسين په نامه د ځانمرګو بريدګرو روزونکى هم وژل شوى دى.

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 11:56 Asia/Kabul
کمنټونه