• په افغانستان کښې د لسګونو ترهه ګرو هلاکت

د افغانستان د دفاع وزارت د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو په هوائي او زمکنيو عملياتو کښې د لسګونو ترهه ګرو د هلاکېدو خبر ورکړ.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع د وزارت وياند دولت وزيري نن وويل: پينځلس ترهه ګر دکنړ ولايت به شلتن ولسوالۍ کښې د فوځي ځواکونو په هوائي حمله کښې ووژل شول او په دغه حمله کښې همدارنګ د هغوي يو شمېر وسلې او جنګي سازوسامانونه  هم تباه کړې شول

د افغانستان د دفاع وزارت همدرانګ په بيانيه کښې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د افغان ځواکونو په عملياتو کښې د اولسو ترهه ګرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه عمليات په ننگرهار، لغمان ، غزنی ، پکتیکا، پکتیا، قندهار، زابل، تخار، فاریاب، فراه او هلمند ولايتونو کشې ترسره شول چې له کبله يې اته نور ترهه ګر هم ژوبل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت د وژل شويو ترهه ګرو هويت او مليت ته څه اشاره نه ده کړې

 

Mar 08, 2018 19:46 Asia/Kabul
کمنټونه