• د جنګ د ختمولو لپاره له طالب ډلې څخه د افغان حکومت غوښتنه

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرائي شورا مشر وويل: حکومت له طالب ډلې سره بې له څه وړاندې شرطه د خبرو اترو غوښتونکے دے.

د افغان غږ آوا د رپوټ له مخې عبدالله عبدالله نن په کابل کښې د ښځې دنړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت په يو غونډه کښې له طالب ډلې وغوښتل چې جنګ او تشدد دې ختم کړي.

د افغان حکومت د اجرائي شورا مشر زياته کړه، د دغه هېواد د ټولو خلقو منجمله د ښځو غوښتنه صلح او د جنګ خاتمه ده چې په افغانستان کښې امنيت رامنځته شي.

له دې مخکې افغان ولسمشر هم په اول ځل ويلي وو چې طالب ډله پکار دي د روا او قانوني سياسي ډلې په توګه په رسميت وپېژندل شي او دغه ډله هم پکار دي افغان حکومت په رسميت وپېژني.

طالب ډله تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو اترو ته تياره شوې نه ده او د اشرف غني له حکومت سره خبرې اترې يې له دغه هېواد څخه د امريکې په مشرۍ د نيواکګرو ځوانو له وتلو سره مشروطې کړې دي.

 

Mar 08, 2018 19:57 Asia/Kabul
کمنټونه