• افغانستان ته د منتقلېدو لپاره له خپلو غړيو د داعش غوښتنه

په عراق او سوريې کښې د داعش تکفيري ډلې له ماتې وروسته دغې ډلې له خپلو غړيو غوښتې دي چې د افغانستان شمالي يا ختيځو سيمو ته منتقل شي.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان ډله ايزو رسنيو نن وويل، داعش ترهه ګرې ډلې په يوه بيانيه کښې له خپلو غړيو غوښتي دي چې دې ته په پام سره چې د عراق او سوريې هېوادونه د دغې ډلې لپاره امنيت نه لري پکار دي د افغانستان ختيځو او شمالي سيمو ته لاړ شي.

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان کښې پراته امريکائي ځواکونه هم دغه هېواد ته د داعش تکفيري ډلې په منتقلولو کښې رول لري.

په اوس حال کښې د داعش ډلې په زرګونو غړي د دغه هېوا په ختيځ کښې د ننګرهار او په شمال کښې د سرپل ولايتونو په شمول په مختلفو سيمو کښې پراته دي په جنايتونو او د عامه خلقو په قتل عام بوخت دي.

 

 

ټیګونه

Mar 08, 2018 20:31 Asia/Kabul
کمنټونه