• سوله  تر پردې شا او د افغان ښځو له شتون پرته نه‌شی ټینګېدلی

افغان حکومت طالبانو ته د سولې له وړاندیزه په شا نه کېږی، خو سوله تر پردې شا او د ښځو له شتون هیڅ امکان نه لری او افغان حکومت په ټولو ملی پروسو کې د ښځو مهمو ونډو ته پام کړی او د سولې په برخه کې هم باید ډاډه وی.

زمونږخبریال  له کابله راپور راکړ  دافغانستان د ملی وحدت حکومت  داجرائی شورا مشر عبدا... عبدا... پرون  د مارچ د اتمې نیټې  د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې په یوه سیمینار  کې پخپلې وینا کې  وئیلی ،افغان حکومت طالبانو ته د سولې له وړاندیزه  په شا نه کېږی، خو سوله  تر پردې شا او د ښځو له شتون هیڅ امکان نه لری    او افغان حکومت په ټولو ملی پروسو کې د ښځو مهمو ونډو ته پام کړی او د سولې په برخه کې هم باید ډاډه وی.

دهغه په وینا، کله  یوه ډله جګړه پرېږَدی او غواړی له سیاسی لارو خپلوموخو  ته ورسېږی، که د ښځو حقونو ته درناوی نه‌کوی، نو افغان مېرمنې دې ډاډه وی چې داسې یوې ډلې ته څوک رأیه نه ‌ورکوی .

افغان حکومت د کابل پروسې په نړیوال کنفرانس کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز  کړی، خو طالبانو تر دې  په دې اړه څه نه‌دی ویلی.

دافغانستان د  ولسی جرګې یو شمېر غړو او د ښخو د حقونو ښځینه فعالانو چې  د سپېدار په ماڼۍ کې ئې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسب په  مراسمو کې ګډون کړی و ،د ښځو ونډې ته د نه‌پام په علت ئې  پر حکومت سختې  نیوکې  کړی دی .

 

ټیګونه

Mar 09, 2018 05:04 Asia/Kabul
کمنټونه