• دمیرمنو داحترام په باب له طالبانوسره دخبرواترو شرط دمیرمنو عظمت نندارې ته وړاندې کړی

د افغانستان دبامیان والی میرمن حبیبه سرابی پرون د افغانستان په موضوع سره د ملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې پخپلې وینا کې وئیلی ، له طالبانو ډلې سره د کابل حکومت دسولې خبرې اترې دمیرمنو حقوقو له احترام او د دغې پرګنې دحقوقو رعایتولو ته د دغې ډلې له ژمنتیا پرته امکان نه لری.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ میرمن حبیبه سرابی  چې  د میرمنې د نړیوالې ورځې  په درشل کې  دغې شورا ته تللې ،   وئیلی دی ،   نن سبا افغانستان  د ولسمشر اشرف غنی  په ملی سیاست او نړیوالې ژمنتیا سره  دمیرمنو  له توانمنیو  له ملاتړ سره مرسته کوی او دافغانستان  اساسی قانون هم   د ښځو اوسړیو لپاره برابر حقوق په نظر کې نیولی دی .  هغې ددې  خبرې په کولو سره چې   دافغانستان  د حکومت ، پارلیمان  ولایت، مرکز ،  امنیت شورا ، ولایتی شورا او د مدنی ټولنې  په سویه  په فیصلو کې د میرمنو شتون  د پام وړ دی ، ووئیل ؛ درې سوه  قاضی میرمنې  ، د قانون د حاکمیّټ څخه د ډاډمنیدا  او  دمیرمنو په ضد د تاؤتریخوالو د مخنیوی  لپاره  هلې ځلې کوی ، او  په هرې سوئې  د میرمنو دحقوقو په باب د مونږ خبرې   د سولې لپاره   په فیصلو او د خبرواترو پر میز   دایجنډا  یوه برخه ده.

 

Mar 09, 2018 05:30 Asia/Kabul
کمنټونه