• د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې د داعش او لشکر اسلام ترهه ګرو سرتاوانونه

د افغانستان د ننګرهار ولايت په هسکې مينې په ولسوالۍ کښې په هوائي حمله او د داعش او لشکر اسلام ترمېنځ جګړه کښې په لسګونو ترهه ګرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د ننګرهار دوالی ویاند عطا الله خوګیاڼی وایی په هفه هوایي برید کې چې د دی ولایت دهسکی مینې په ولسوالۍ کې تر سره شوی چې  شپږ تنه داعشي تکفيريان وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوی دي.

نوموړي وویل په دې هوایی برید کی ملکی وکړو ته زیان نه دی رسیدلی. داعش ترهه ګرې ډلی په دی اړه څه نه دی ویلی. د ننګرهار د والی ویاند وویل په هغه نښته کی چې د داعش تکفيري ډلی او د منګل باغ په مشرۍ د پاکستانی طالبانو نه رابیلی شوی لشکر اسلام ترهه ګرې ډلې ترمنځ د دغه ولایت د نازیانو په ولسوالی کی شوی شپږ تنه داعش ترهه ګر وژل شول او دوه تنه د لشکر اسلام ترهه ګر ژوبل شوی دی ددغه دواړو ترهه ګرو ډلو تر منځ نښتی له څه مهال راهیسی پیل شوي چی تر دا مهاله پکی دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتی ده

 

Mar 17, 2018 19:56 Asia/Kabul
کمنټونه