• افغانستان ته دعبدالرشیددوستم دستنیداپه باب خبرې بې نتیجې دی

په وروستیو شپو ورځو کې د افغانستان د ولسمشرۍ دماڼۍ او د عبدالرشید دوستم ترمینځ دموافقې او له ملی وحدت حکومت سره دهغه بیرته یو ځای کیدا په باب راپورونه تر غوږو شوی وو .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی  شورا  د مشر ویندوی  مجبیب الرحمان  رحیمی  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، دغه هیواد ته د  افغانستان د ملی او اسلامی غورځنګ دمشر جنرال عبدالرشید دوستم دبیرته  ګرځیدا په باب  خبرې هماغه راز روانې دې او تر دې دمه ئې کومه نتیجه نه ده درلودلې .

 هغه روښانه کړې ،   جنرال  دوستم  په ضد  دافغانستان په شمال کې د جوزجان د پخوانی  والی  حقوقی  دعوا باید حل شی ، ځکه  دا مسئله  افغانستان ته د دوستم د بیرته ستنیدا خنډ ده .

 دافغانستان د  د ولسمشر پخوانی  مرستیال له دې  وروسته چې د  احمد ایشچی  له خوا  په اذیّت او کړولو تورن شی ،  کابو یو کال کیږی ، چې    په ترکیې  په غیر رسمی  جلاوطنۍ کې شپې سبا کوی .  تیره اونۍ  د افغانستان د ملی وحدت  حکومت داجرائی شورا مشر عبدا... عبدا.... د ترکیې  له لومړی وزیر بن علی ییلدریم سره  په کابل کې په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلی وو ،  دواړو لورو   افغانستان ته د عبدالرشید دوستم  دبیرته ستنیدا په باب   خبرې اترې کړی دی .

په وروستیو شپو ورځو کې  د افغانستان د ولسمشرۍ  دماڼۍ او د عبدالرشید دوستم     ترمینځ دموافقې او  له ملی وحدت حکومت سره دهغه بیرته یو ځای کیدا په باب  راپورونه  تر غوږو شوی وو .

 

Apr 21, 2018 05:24 Asia/Kabul
کمنټونه