• ترکیه دې په زوره  افغان کډوال نه وباسی

دترکیې حکومت په داسې حال کې د افغان کډوالو د ویستلو بهیر تیزکړی دی ، چې دم ګړۍ جنګ جګړې او ناکرارۍ دافغانستان په داخل کې د دغه هیواد د څه دپاسه یو میلیون خلکو دکوچیدا لامل شوی دی .

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،  دافغانستان حکومت   دکابل  له غږملتیا پرته   له ترکیې  د افغان کډوالو په اجبرایو ویستلو  دترکې په اقدام نیوکې کړی دی .

  راپورښئ ، له ترکیې  دڅه دپاسه شپږ زره اته سوه  افغان کډوالو  په ویستلو پسې  دافغانستان د کډوالو دچارو  دوزارت مرستیال ویندوی  محمد رضا باهر  وئیلی ، انقرې   له  دغه وزارت سره له غږملتیا پرته  ا فغان کډوال  په اجباری توګه ویستلی دی . دغه افغان چارواکی  روښانه کړې  ، دترکیې حکومت   دافغانستان  له حکومت سره  له دغه هیواده  دافغان کډوالو د  اجباری اخراج په باب  هیڅ ډول موافقه نه ده کړې  اوحتی  دکډوالو  دچارو وزارت ته ئې   هیڅ ډول مخکینۍ اطلاع  هم نه  ده ورکړې . 

 محمد رضا باهر زیاته کړې ،  دافغانستان  د کډوالو دچارو مرستیال وزیر  د افغان کډوالو د  موضوع دارزونې لپاره  ترکیې ته په سفر تللی دی .

 دترکیې  حکومت په داسې حال کې د  افغان کډوالو د ویستلو بهیر  تیزکړی دی ، چې  دم ګړۍ  جنګ جګړې او ناکرارۍ    دافغانستان په داخل کې  د دغه هیواد  د څه دپاسه یو میلیون  خلکو دکوچیدا  لامل شوی دی .

 

Apr 21, 2018 05:43 Asia/Kabul
کمنټونه